کندهار (پژواک، ۱۷ زمری ۹۷): په کندهار ښار کې د ماسټر پلان پلي کېدو په لړ کې نن د علامه حبیبي واټ پراخولو او جوړولو کار پيل شو.
دغه واټ چې ۲ کیلومتره اوږدوالی لري، مخکې یې ۱۸ متره عرض درلود چې د ښاروالۍ له خوا د ملکیتونو تر استملاک وروسته، اوس د ۴۰ متره په اندازه پراخ او په بنسټيزه توګه جوړېږي.
د دغه سړک جوړولو چارې نن د کندهار والي زلمي ویسا پرانیستې چې سرپرست ښاروال نسیم رضايي، د ولایتي شورا غړو، مخورو او سوداګرو یې ملتیا کوله.
زلمي ویسا پژواک خبري اژانس ته وویل، علامه حبیبي واټ چې ۲ کیلومتره اوږدوالی لري او د کندهار ښار یو له ګڼې ګوڼې ډک سړک دی، ۴۰ متره پراخېږي او جوړېږي. پر دغه سړک ۲۲ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راځي چې د کندهار ښاروالي یې ورکوي.
هغه زیاته کړه، د دغه سړک کار چې په اوږدو کې یې د پلې لارو، چریو او پولګوټو جوړول هم شامل دي، د لسو میاشتو په اوږدو کې بشپړېږي.
نوموړي د علامه حبیبي واټ له استوګنو مننه وکړه چې د ښار د ښکلا او د خلکو د هوساینې لپاره یې خپل ملکیتونه استملاک ته وړاندې کړل.
سرپرست ښاروال نسیم رضايي پژواک اژانس ته وویل، له سردار مدد څلورلارې تر شهیدانو چوک پورې د غځېدلي علامه حبیبي واټ د پراخولو په موخه د خلکو د ملکیتونو د استملاک چارې مخکې پيل شوې وې چې په دې وروستیو کې پای ته رسېدلي او اوس دغه واټ جوړولو ته چمتو شوی دی.
هغه زیاته کړه، مخکې د دغه واټ عرض ۱۸ متره و چې ترافیکي ګڼه ګوڼه ورباندې ډېره وه او خلک له سختو ستونزو سره مخ وو.
دی وايي، پر همدغه بنسټ ښاروالۍ د ولایت مقام په لارښوونه پرېکړه وکړه چې دغه واټ دواړو لورو ته په مساوي ډول ۴۰ متره پراخ کړي.
د کندهار ښار اوسېدونکي د ښاروالۍ د دغه اقدام ستاینه کوي او وايي، د سړک جوړولو چارې دې په معیاري بڼه تر سره له ټاکلي وخت سره سم تر سره شي.
د همدې واټ یوه اوسېدونکي محمد فهیم پژواک اژانس ته وویل، د واټ پراخولو په موخه د ملکیتونو د استملاک چارې کافي موده مخکې پيل شوې وې چې ډېر وخت یې واخیست.
دی وايي، اوس چې دغه چاره بشپړه شوې، ښاروالۍ ته په کار ده چې د دغه واټ د جوړولو چارې په ټاکلې موده کې په معیاري بڼه تر سره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن