ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ننګرهار ته دې د زورواکو ځپلو په موخه کومانډو ځواکونه ولېږل شي”

“ننګرهار ته دې د زورواکو ځپلو په موخه کومانډو ځواکونه ولېږل شي”

author avatar
8 Aug 2018 - 17:41
“ننګرهار ته دې د زورواکو ځپلو په موخه کومانډو ځواکونه ولېږل شي”
author avatar
8 Aug 2018 - 17:41

جلال اباد (پژواک، ۱۶ زمری ۹۷): د ننګرهار ولايت مدني فعالان وايي چې ولسمشر دې د نورو ولايتونو په څېر دغه ولایت ته هم د زورواکو د ځپلو په موخه کومانډو ځواکونه ور ولېږي.

دوی وايي، په دغه ولايت کې هم ځيني داسې زوراکي شته چې د غصب، فساد، نا امنيو او د بېوزلو خلکو په ځورونه کې لاس لري، خو ځايي اداره يې په مهارولو کې پاتې راغلې ده.

دوی چې د زمري په ۱۶مه يې د يوه سوله ييز لاريون پر مهال په جلال اباد ښار کې د وروستيو امنيتي تحرکاتو او سولې په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني د هڅو ستاينه کوله، یادې غوښتنې هم وکړې.

لاريون كوونكو په دغه ولايت کې د زورواکو، غاصبينو او نا مسووله وسله والو پر ضد توند شعارونه ورکړل او له ولسمشر غني يې د هغوى پر وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

لاريون كوونكو د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ هم وکړ چې د ولس غوښتنه ومني او د لوى اختر په وياړ دې اوږدمهال اوربند اعلان كړي.

د ننګرهار ولايت د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي پژواک اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د ولسمشر په امر يو شمېر ولايتونو کې ځيني زورواکي نيول شوي او دلته يې هم اړتيا ليدل کېږي.

هغه زياته کړه چې په دغه ولايت کې هم ځيني داسې زورواکي او ټوپک سالاران شته چې هم په انسان وژنه، د ځکمو په غصب، فساد او بېلابېلو ناروا کړنو کې لاس لري چې ولايتي اداره يې په مهار کې پاتې راغلې ده، نو دلته هم بايد ولسمشر د ځانګړو کومانډو ځواکونو د رالېږلو امر وکړي.

دغه راز مدني فعال عبدالرحمن معاون وويل چې په ښار کې د ملي اردو ځای پر ځای کول د لنډمهال امنيت لپاره ډېر ګټور اقدام دی خو د اوږدمهال امنيت لپاره بايد د پوليسو تشکيلات زيات شي.

هغه دغه راز په جلال اباد ښار کې د امنيت د تامين لپاره د ملي اردو ځواکونو د هڅو ملاتړ هم وکړ.

مدني فعال نوراحمد نوراني بيا ټينګار وکړ چې د ستونزو د حل لپاره دې دايمي طرحې جوړې شي؛ ځکه ننګرهاريان د لنډ مهال امنيت ته نه، بلکې دايمي امنيت ته اړتيا لري.

ده زياته کړه: ((په جلال اباد ښار کې د امنيت د تامين په موخه د ملي اردو ځواکونو ځای پرځای کول او دلته د هغوی فعاليتونه ستايم او غوښتنه کوم چې دغه ځواکونه د زورواکو په مهار کې لا ډېرې هلې ځلې وکړي.))

په دې وروستيو کې د جلال اباد ښار د امنيت خرابوالي له امله ولايتي ادارې د ولسمشر په لارښوونه د جلال اباد ښار د امنيت په چارو کې له ملي اردو ځواکونو مرسته وغوښته چې دغو ځواکونو هم په تېرو څو ورځو کې د موټرو د تورو ښيښو سپينولو، ناقانونه موټرو د نيولو او يو شمېر نورو برخو کې ډېر فعاليتونه ترسره کړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.