هرات (پژواک، ١٧ زمری ٩٧): د هرات پولیس وايي چې په دغه ولایت کې یې د یونیم میلیون ډالرو په ارزښت کېمیاوي توکي نیولي دي او ورسره په تړاو یې یو کس هم نیولی دی.
د هرات د امنیې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير حمیدالله نصرت نن په یوه خبري ناسته کې وویل: «انیدرید استیک تېزاب» هغه کیمیاوي مواد دي چې د نشه يي توکو په ځانګړې توګه هېرویینو په جوړولو کې کارول کېږي.
نوموړي زیاته کړه، دغه مواد په یوه ټېلر موټر کې له ايرانه د هرات د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته راوړل شوي وو چې د پولیسو له لوري ونیول شول.
نوموړي وویل: ((یاد توکی ۷زره لېتره دي په ۲۰ لېتره ۳۵۰ بوشکو کې ځای پر ځای شوي وو او قاچاقبرانو غوښتل له هرات نه یې فراه ته و لېږدوي خو بریالي نه شول او په دې تړاو یو کس هم نیول شوی دی.))
د هغه په خبره چې دغه کېمیاوي مواد له یونیم ميلیون امریکايي ډالرو څخه ډېر ارزښت لري.
هغه څرګنده کړه چې د روان کال په جریان کې دا درېیم ځل دی چې کېمیاوي توکي نیول کېږي.
نصرت زاده زیاته کړه، په تېر یوه کال کې له ۴۰ ټنه ډېر هغه کېمیاوي مواد چې د نشه يي توکو په جوړېدو کې کارول کېدل نیول شوي دي.
د هرات ولایتي شورا غړي مهدي حدید وویل: ((هر کال په مېلیونونه ډالر د نشه يي توکو د قاچاق له درکه د قاچاقبرانو جېبونو ته ځي او له همدې امله له دې ډلې سره مبازره سخته ده.))
نوموړي له حکومت نه وغوښتل چې د کېمیاوي موادو د وارېدولو د مخنیوي لپاره د له مخکې پرمختللي اقدامونه په کار واچوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن