ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني په کاپیسا کې د برېښنا ستره پروژه پرانیسته

ولسمشر غني په کاپیسا کې د برېښنا ستره پروژه پرانیسته

author avatar
8 Aug 2018 - 10:39
ولسمشر غني په کاپیسا کې د برېښنا ستره پروژه پرانیسته
author avatar
8 Aug 2018 - 10:39

کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٧): ولسمشر اشرف غني کاپيسا ته د سفر په ترڅ کې د برېښنا ستره پروژه پرانيسته او په دې سره د دغه ولايت ٣٠زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې.

له ارګه د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر نن سهار له يو لوړپوړي پلاوي سره کاپيسا ولايت ته تللی دی.

سرچينې زياته کړې چې هغه د کاپیسا ولایت د مسوولینو، مشرانو او استازو په شتون کې د ګلبهار د برېښنا سب سټېشن پرانیست.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه سب سټېشن چې د پشته سرخ له سب سټېشن څخه ګلبهار ته د ۲۲۰ کیلوولټه انتقالي مزي او د ګلبهار له سب سټېشن څخه د تپه احمد بېګ سب سټېشن ته د ۱۱۰ کیلوولټه انتقالي مزي درلودونکی دی، د ۶۵،۸ میلیون ډالرو په لګښت د امریکا د اردو انجنیرۍ ټېم له خوا جوړ شوی او ۳۰۰۰۰ کورنیو ته ترې برېښنا ورکړل شوه.

بلخوا د برېښنا شرکت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د برېښنا يادې ټولې درې پروژې دي چې د ولسمشر له خوا پرانيستل شوې.

سرچينې ويلي، اوسمهال د کاپیسا برېښنا شرکت د دغه ولایت ۱۱۱۰۰ پېرودونکو ته د برېښنا رسولو خدمتونه وړاندې کوي چې د پورته یادو پروژو ګټې اخیستو ته په سپارلو سره به دېرش زره نورې کورنۍ له برېښنا برخمنې شي او پر سربېره پر دې به صنعت کارانو او سوداګریزو سیمو ته هم د فعالیت زمینه برابره شي.

برېښنا شرکت وايي، له وارداتي مزي سره پر تړل کېدو سربېره یاد سب سټېشن د نغلو له تولیدي فابریکې سره هم وصل دی، که چېرې په وارداتي مزي کې کومه ستونزه رامنځته شي، کولای شي د نغلو له تولیدي فابریکې ګټه واخلي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په همدې حال کې یاد سب سټېشن د کاپیسا ولایت تر څنګ پروان، پنجشېر او ننګرهار ولایتونو ته هم د برېښنا رسولو زمینه برابروي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.