ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست خلکو د سولې په برخه کې د  دولت له کړنو ملاتړ اعلان کړ

د خوست خلکو د سولې په برخه کې د دولت له کړنو ملاتړ اعلان کړ

author avatar
9 Aug 2018 - 15:49
د خوست خلکو د سولې په برخه کې د  دولت له کړنو ملاتړ اعلان کړ
author avatar
9 Aug 2018 - 15:49

کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۹۷): د خوست یو شمېر اوسېدونکي د سولې او له طالبانو سره د خبرو په برخه کې د دولت له وروستیو کړنو ملاتړ اعلان کړ او په دې برخه کې یې له ولسمشره د جدي ګامونو پورته کولو غوښتنه وکړه.

په کابل کې "د ځوانانو د یووالي ټولنې" له خوا د هغې جوړې شوې غوندې په نتیجه کې چې له ۱۵۰ ډېرو ځوانانو او قومي مخورو په کې برخه لرله، د حکومت له وروستیو کړنو ملاتړ وشو.

د دې ټولنې رییس ډاکتر فیصل باورزي د حکومت په ځانګړې توګه  د ولسمشر له وروستیو کړنو ملاتړ وکړ او ولسمشر ته په خطاب کې یې وویل: ((خوستي ځوانان تیار دي چې په هېواد کې د سولې راتلو او افغانانو د یووالي لپاره ستاسو تر شا ودرېږي او ملاتړ مو وکړي.))

د دې ټولنې د رهبرۍ شورا غړي مولوي سلطان محمد مجروحي په هېواد کې د ايتلافونو پر جوړېدو نیوکه وکړه او ويې ويل، حکومت چې هر وخت ځيني ملي پروګرامونه په لاره اچوي، هغه کسان یې مخالفت کوي چې ګټې یې په خطر کې وي.

نوموړي سوله د افغانانو اساسي اړتیا وبلله او زیاته یې کړه: ((هغه نظام چې د جګړې په نتیجه کې رامنځته شي ماتېدونکی دی خو د سولې له لارې رامنځته شوی نظام به پایدار وي.))

هغه په هېواد کې له ښکېلو لورو وغښتل چې په رښتینولۍ او اخلاص د سولې خبرې وکړي؛ ځکه پروژه يي او فرمایشي سوله موخې ته نه رسېږي.

نوموړي هم د حکومت له وروستیو کړنو لکه د زورواکو نیول، له طالبانو سره د سولې د خبرو پیل او الکترونیکي تذکرو له وېش څخه ملاتړ وکړ او د خوست له ځوانانو یې وغوښتل چې د حکومت، په ځانګړې توګه د ولسمشر له وروستیو کړنو ملاتړ وکړي.

د خوست د یادې ټولنې بل غړي عبدالرووف ننګیال هم د یادې غونډې موخه د حکومت له وروستیو کړنو په ځانګړي ډول د سولې له خبرو ملاتړ او د خوست د ځوانانو یووالی وباله او ويي ویل، اوسنی نظام د ملت د قربانۍ په پایله کې رامنځته شوی او ملت اجازه نه ورکوي چې نظام دې بهران لوري ته لاړ شي.

هغه وايي، دغه ټولنه به د مناسب نظام د پایدارۍ لپاره کار وکړي  او چا ته اجازه نه ورکوي چې د شخصي ګټو لپاره دې له زوره کار واخلي.

د غونډې نورو ویناوالو هم ورته نظر درلود.

په همدې حال کې په روغتیايي برخه کې د ولسمشر مشاور ډاکتر رضوان چې په غونډه کې یې ګډون درلود، د خوست د ځوانانو د یووالي تر څنګ په هېواد کې د ايتلافونو جوړښت ماتېدونکی وباله او ويي ويل: ((کله چې د سولې د ټینګښت غږ پورته کېږي، تل یو شمېر کسان له دغه بهیر سره مخالفت کوي.))

هغه وايي، د نوي ايتلاف غړي تکراري خلک دي او باید اجازه ورکړي چې وړ او قدرتمند خلک د هېواد رهبري وکړي؛ ځکه دوی خلکو ته خپله ازموینه ورکړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.