ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د خيرات مراسمو ٣٥٠ ګډونوال مسموم شوي

د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د خيرات مراسمو ٣٥٠ ګډونوال مسموم شوي

author avatar
9 Aug 2018 - 10:41
د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د خيرات مراسمو ٣٥٠ ګډونوال مسموم شوي
author avatar
9 Aug 2018 - 10:41

جلال اباد (پژواک، ١٨ زمری ۹۷): د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې ۳۵۰ کسان د مړي په یوه خیرات کې تر ډوډۍ خوړلو وروسته مسموم شوي دي.

په مسموم شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د زمري په ١٨مه پژواک ته وويل چې ياد کسان تېره ورځ د دولت شاه ولسوالۍ په ماسموتي کلي کې د يو کليوال د مور د مړينې د خيرات ډوډۍ له خوړلو وروسته مسموم شوي وو.

هغه زياته کړه چې دغه کسان تېره شپه له یادې سیمې د دولت شاه ولسوالۍ کلینیک ته د درملنې په موخه یووړل شول.

د ځواک په وينا، د يادو ٣٥٠ کسانو درملنه پر وخت شوې او تر اوسه په کې د مړينې کومه پېښه نه ده ثبت شوې او په مسموم شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د والي وياند زياتوي چې د شپې ورته له مرکز او الیشنګ ولسوالۍ امبولانسونه او اضافي درمل هم انتقال شوي او ټولو ناروغانو ته پر وخت رسېدنه شوې ده.

ځواک وويل چې اوسمهال له مرکزه د عامې روغتیا ریاست یو تحقیقاتي ټیم سیمې ته روان دی څو د دې پېښې اصلي علت پیدا کړي.

د سيمې يوه اوسېدونکي ګلاب شاه پژواک ته وويل چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته وضعيت ډېر خراب شوی و او حتی روغتون ته د ناروغانو د انتقال څوک نه وو.

دی وايي: ((موږ له قول اردو هم مرسته وغوښته چې ناروغانو په انتقال کې هوايي کومک وکړي خو هغوی را ونه رسېدل، بيا کليوالو ټول ناروغان ځايي کلينيک ته انتقال کړل.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.