ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د والیبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

بغلان کې د والیبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

author avatar
9 Aug 2018 - 16:01
بغلان کې د والیبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې
author avatar
9 Aug 2018 - 16:01

پلخمري (پژواک، ١٨ زمرى ٩٧): د بغلان په مرکز پلخمري کې د والیبال د اتو لوبډلو تر منځ د غوره لوبډلې ټاکلو په موخه سيالۍ پيل شوې.

دغه سيالۍ نن (د زمري ١٨مه) پيل شوې چې نهه ورځې به دوام وکړي.

د بغلان د ورزشي امریت د فني چارو مسوول عثمان شېرزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د والیبال فدراسیون هر کال په ټول هېواد کې د والیبال لوبې غوره لیګ سیالۍ پر لاره اچوي، څو د ځوانانو کلنۍ وړتیاوې معلومې کړې.

شیرزي وویل: ((بغلان کې هم په همدې موخه د ۸ لوبډلو تر منځ سیالۍ پیل شوې څو په دې لوبه کې موږ غوره لوبډله وټاکو  چې بيا د هېواد په کچه له نورو لوبډلو سره سيالي وکړي.))

دغه راز د مرکزي بغلان ولسوالۍ لوبډلې يو غړي عبدالمحمد میرزا هم پژواک ته وویل: ((موږ هر کال د والیبال سیالۍ ترسره کوو نن هم د یادو سیالیو پیل دی او کوښښ به وکړو چې دغه سیالۍ وګټو.))

ده وویل چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د بغلان د واليبال په لوبډلو کې نوى ځوانان هم ليدل کېږي چې دا يو ښه زېرى دى.

د يادونې ده، په بغلان کې د والیبال تر څنک د کرکټ، فوټبال، جوډو، کراټې، د بدن د غړو ښکلا او نورو برخو لوبډلې هم شته دي چې سلګونه ځوانان په کې لوبېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.