د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د اوو ولایتونو ځوانانو ته د کورنیو مسایلو په اړه پوهاوی ورکړل شو

د اوو ولایتونو ځوانانو ته د کورنیو مسایلو په اړه پوهاوی ورکړل شو

Aug 09, 2018 - 19:30

کابل ( پژواک، ١٨ زمری ۹۷): ټاکل شوې د کاري زده کړې له یو تعلیمي مرکز څخه ۲۵ فارغ شوي ځوانان په اوو ولایتونو کې د کورنۍ تنظیم، د اېډز په ناروغۍ د اخته کېدو څخه د مخنیوي او د نشه يي توکو د زیانونو په اړه ځوانانو ته پوهاوی ورکړي.

د همتا تعلیمي شبکې مسوول لاهور جان لکڼوال نن په کابل کې په دې اړه په جوړو شوو مراسمو کې وویل، د دغه پروګرام ګډونوال ۲۵ ځوانان، ۱۳ نجونې او ۱۲ ماشومان د کندهار، ننګرهار، کونړ، لغمان، پکتیا، سمنګان او بدخشان اوسېدنکي دي.

نوموړي وویل، دغه کسان خپلو ولایتونو ته تر ستنېدو وروسته اړ دي چې هر یو یې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته  د کورنیو مسایلو اړوند  زده کړې ورکړي.

هغه په ډاګه کړه، دغه شبکه په پام کې لري چې د روان کال په جریان کې شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو ته  د نشه يي توکو او جنسي اړیکو د زیانونو په اړه زده کړې ورکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو د چارو مرستیال کمال سادات وویل،  دا پروګرام د مجردو ځوانانو لپاره ډېر ګټور دی، ځکه له دې زده کړې وروسته به د نشه يي توکو د زیانونو، د ایډز په ناروغۍ د اخته کېدو د څرنګوالي او د کورنۍ د تنظیم په اړه معلومات ترلاسه کړي.

نوموړي وویل: ((په افغانستان کې نفوس ورځ تر بلې ډېرېږي، ښوونې ، روزنې  او  روغتیايي مرکزونو ته نه لاس رسى یو ګواښ دی او اړتیا ده چې ځوانان له واده نه مخکې د خپلې راتلونکې په اړه فکر وکړي چې باید څو ماشومان ولري او د هغو د زده کړې او تربیې لپاره باید څه ډول رسېدنه وکړي.))

د ننګرهار اوسېدونکې کریمې احمدي او د دغه پروګرام یوې ګډونوالې وویل: (( موږ په دې شپږ ورځني ورکشاپ کې د کورنیو مسایلو په اړه ډېر څه زده کړل چې له دې مخکې پرې نه پوهېدو.))

نوموړې د ځوانانو لپاره د دا ډول پروګرامونو جوړېدل ګټور وبلل او زیاته یې کړه، ولایت ته تر ستنېدو وروسته به د همتا تعلیمي موسسې په مرسته د ځوانانو د پوهاوي د لوړېدو په موخه د زده کړې چارې مخته یوسي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement