د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د جبل السراج اوسېدونکو یو احتمالي نوماند په وژنه تورن کړ

د جبل السراج اوسېدونکو یو احتمالي نوماند په وژنه تورن کړ

Aug 09, 2018 - 20:24

کابل (پژواک،۱۸زمری۹۷): د پروان د جبل السراج ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مخې ته راټول شوي او احتمالي نوماند غلام حیدر جیلاني په وژنه او ټپي کولو تورنوي او له لومړني لېست څخه د نوموړي د نوم د پاکولو غوښتنه وکوي، خو جیلاني دغه تورونه بې بنسټه بولي.

لسګونه لاریون کوونکي ادعا کوي چې له پروان نه ولسي جرګې ته احتمالي نوماند غلام حیدر جیلاني د کوچني اختر په لومړی ورځ د دغې ولسوالۍ د دوو اوسېدونکو په وژنه او ټپي کېدو تورن دی او باید د ولسي جرګې له لومړني لېست نوم څخه یې نوم لرې شي.

دوی د "مرګ په جیلاني" شعارونه ورکول او په دې برخه کې یې د عدالت غوښتنه کوله.

یوه لاریون کوونکي عبدالمبدي بایاني پژواک خبري اژانس ته وویل، له پروان نه ولسي جرګې ته احتمالي کاندید غلام حیدر جیلاني د کوچني اختر په لومړی د عزیز الله په نوم یو تن وواژه او غلام حبیب یې سخت ټپي کړ.

هغه زیاته کړه: ((هرې ادارې ته چې تللي یو، چا مو غوښتنه نه ده اورېدلې، اوس د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مخې ته راغلي یو تر څو غږ مو واوري او قاتل ته د قانون ماتونې اجازه ورنه کړي.))

بل لاریون کوونکي حمیدالله هم ورته نظر درلود او ويې ویل، د پروان د ولایتي شورا د غړي غلام بهاوالدین جیلاني ورور غلام حیدر جیلاني د عزیز الله په نوم یو کس د خلکو تر مخه په ډزو وواژه.

هغه وايي، د پروان په ټولو سیمه ییزو ادارو کې د یادې وژنې په اړه کره معلومات موجود دي، خو د دې له امله چې د جیلاني کورنۍ له لوړ رتبه حکومتي چارواکو سره اړیکه لري، تر اوسه دغې قضیې ته رسيدګي نه ده شوې.

لاریون کوونکو ګواښ وکړ چې غوښتنو ته يې د نه پاملرنې پر مهال به مدني حرکتونو ته دوام ورکړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي د برخې رییس محمد نظري له پژواک سره په خبرو کې وویل، د پلان له مخې د نوماندانو په اړه د شکایتونو د ثبت موده پای ته رسېدلې، خو یاد کمېسیون په هغه صورت کې چې د خلکو یوه لویه ډله شکایت ولري، د هغوی غږ اوري او اسناد یې په کمېسیون کې ثبتېږي.

په همدې حال کې له پروان نه ولسي جرګې ته احتمالي نوماند غلام حیدر جیلاني په ده باندې لګول شوي تورونه بې بنسټه بولي او وايي: ((د عزیز الله په نوم کس د اختر تر لمانځه وروسته وژل شوى، خو ما په هغه وخت کې له لسګونه سپین ږیرو سره بل ځای ناسته درلوده او په هغه جومات کې چې وژنه شوې، زه حاضر نه وم.))

هغه ننني لاریون کوونکي په غچ اخیستو تورنوي او وايي: ((د ولسي جرګې د یوه احتمالي نوماند نور احمد سکندري د ناقانونه وسله والو د لرلو له امله د ولسي جرګې له لومړني لېست څخه لرې شوی دی او اوس غواړي چې زما مخه ونیسي، هیله لرم چې عدالت به ترسره شي.))

نوموړی وايي چې ټولو سیمه ییزو ادارو دغه موضوع څېړلې ده، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کولای شي په دې اړه له سیمه ییزو ادارو د وضاحت غوښتنه وکړي، ترڅو ښکاره شي چې ایا دغه تورونه حقیقت لري او که نه؟

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په دې اړه پژواک ته د ځواب ورکولو لپاره حاصر نه شو؛ دا په داسې حال کې ده چې یاد کمېسیون د اطلاعاتو او پوهاوي برخې رییس محمد نظري ویلي، سره له دې چې د کمېسیون د تګلارې له مخې د نوماندانو په اړه د شکایتونو د ثبت دوره پای ته رسېدلې، خو دغه کمېسیون په داسې مهال چې یو غټه ډله خلک شکایت ولري، غږ یې اوري، اسناد او شواهد یې په کمېسیون کې ثبتوي.

هغه زیاته کړه، د نوماندانو په اړه د شکایتونو د ارزونې لپاره غونډې روانې دي او تر راتلونکو دوو ورځو به د دغه کمېسیون د ارزونو پایلې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته واستول شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement