ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې پر لاریون کوونکو د پولیسو په ډزو کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

لغمان کې پر لاریون کوونکو د پولیسو په ډزو کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
9 Aug 2018 - 13:55
لغمان کې پر لاریون کوونکو د پولیسو په ډزو کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
9 Aug 2018 - 13:55

جلال اباد (پژواک، ١٨ زمری ۹۷): د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د ولايتي شورا د يوه غړي پر ضد لاريون پر تاوتريخوالي بدل شوی او د پولیسو په ډزو کې يو لاریون کوونکی وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي دي.

لاريون کوونکو نن (د زمري ١٨مه) سهار مهال د مرکز اړوند له تيرګړيو سيمې لاريون پيل کړ او د دغه ولايت د ټاکنو تر دفتره ورسېدل.

دوی وايي، پرون د ولايتي شورا د غړي عبدالعزيز ساتونکو په تيرګړيو سيمه کې د ډاکتر جواد په نوم يو کس وهلی دى.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک هم تاييدوي چې په مرکز مهترلام ښار کې د ولايتي شورا د غړي عبدالعزيز پر ضد لاريون پر تاوتريخوالي بدل شوی او د پوليسو په هوايي ډزو کې يو لاريون کوونکی وژل شوی او پنځه نور يې ټپيان شوي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، لاريون کوونکو چې د شورا د غړي د ساتونکو له خوا د ډاکتر جواد د وهل کېدو په غبرګون کې راوتلي وو او غوښتل يې د ټاکنو ولايتي دفتر ته داخل شي، پوليسو يې د پاشلو لپاره هوايي ډزې کړې دي.

د ځواک په وينا چې دې ډزو کې ټپیان شوي شپږ کسان روغتون انتقال شوي او يوه ټپي خپل ژوند له لاسه وکړی او پاتې نورو يې کم ټپونه درلودل چې تر درملنې وروسته خارج شوي دي.

بلخوا د ولايتي شورا غړی عبدالعزيز وايي چې ساتونکو يې د سيمې اوسېدونکی ډاکتر جواد وهلی نه دی، بلکې هغه غوښتل چې د ده پر موټر بريد وکړي او ساتونکو يې دفاع کړې ده.

دی زياتوي: ((موږ پرون د يو رسمي کار لپاره تللي وو، هلته مو د حلقوي سړک لپاره له انجينرانو سره سيمه مشخصوله؛ دوی لومړی زموږ مخالفت وکړ او وروسته ډاکټر جواد نومي شخص غوښتل پر ما بريد وکړي، خو ساتونکو مې دفاع وکړه، هغه يې ونيو خو هغه ځان په قصدي ډول بې هوښه کړ.))

د ولايتي شورا دغه غړي غوښتنه وکړه چې د دې موضوع دقيقه څېړنه دې وشي او که هر څوک پړ وي، بايد قانوني چلند ورسره وشي.

په ورته وخت کې د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک هم وايي، د دې پېښې څېړنه پيل شوې او دا چې ډاکتر جواد وهل شوی او کنه او څنګه دغه قضيه رامنځته شوه، جزئيات به يې وروسته روښانه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.