لښکرګاه (پژواک، ۱٨ زمری ۹۷): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په موسى کلا ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ کې اووه طالبان وژل شوي او تر څنګ يې د طالبانو د ولسوالۍ او امنيې قوماندانۍ ودانۍ هم ويجاړې شوې دي.
دغه څرګندونې د ٢١٥ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول جګړن عبدالقدير بهادرزي د زمري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.
هغه وويل چې تېره شپه امريکايي ځواکونو د موسى کلا، سنګين، ګرشک، مارجې او موسى کلا ولسواليو په مربوطاتو کې هوايي بريدونه کړي دي.
ده وويل چې د دغو بريدونو په ترڅ کې په موسى کلا ولسوالۍ کې اووه طالبان وژل شوي او تر څنګ يې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ او د ولسوالۍ ودانۍ ويجاړې شوې او د نشه يي توکو او د وسلو دوه پلورنځايونه يې هم له منځه تللي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د همدې بريدونو په ترڅ کې په مارجې ولسوالۍ کې درې طالبان وژل شوي او د طالبانو پټنځايونه هم له منځه وړل شوي دي.
دى وايي چې د دغو بريدونو په ترڅ کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي بيا په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې طالبانو د هلمند په نادعلي او ګرشک ولسواليو کې اته امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د يادونې ده، له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهيسې د موسى کلا ولسوالۍ بشپړ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن