ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د فضايي خپلواکۍ لرل د حکومت مهمه ژمنه وه چې نن پوره شوه

ولسمشر غني: د فضايي خپلواکۍ لرل د حکومت مهمه ژمنه وه چې نن پوره شوه

author avatar
9 Aug 2018 - 15:44
ولسمشر غني: د فضايي خپلواکۍ لرل د حکومت مهمه ژمنه وه چې نن پوره شوه
author avatar
9 Aug 2018 - 15:44

 

کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٧): ولسمشر غني د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د رادار نوی لګول شوی سیستم پرانیست چې په دې سره د افغانستان د هوايي قلمرو کنټرول د افغانانو په واک کې شو.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

سرچينه کاږي، د دغه سیستم له نصبولو سره افغانستان د تر ټولو پرمختللي رادار سیستم خاوند شو.

په دې سره به د افغانستان هوايي حریم د رادار پر سکرين ښکاري، د افغانستان هوايي حریم به خوندي، د پروازونو لپاره به د افغانستان د هوايي حریم ظرفیت ډېر، په عمودي او افقې توګه به د الوتکو تر منځ فاصله کمه او د هېواد په فضا کې به هوايي مسیرونه زیات شي او همدارنګه به الوتکې لوړ پروازونه کولی شي.

سرچينه زياتوي، نن سهار د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې په دې مناسبت نیول شوو مراسمو ته لومړی د افغانستان د هوایي چلند د خپلواکې ادارې ريیس محمود شاه حبیبي د رادار د دغه نوي سیستم په اړه تخنیکي معلومات وړاندې کړل.

ده وويل، اوس د افغانستان په قلمرو کې د بې پیلوټو الوتکو په شمول ټولې غیر مجاز الوتکې لیدلی او څارلی شي.

ورپسې د هېواد لومړنۍ ښځینه فضايي کنټرولرې مسعودې کاکړ د هوايي ټرافیک د تنظیم د کار کوونکو په استازیتوب خبرې وکړې، ويې ویل، د دغه سیستم پر مټ دوی اوس تر ټولو معیاري خدمتونه وړاندې کولی او هوايي ترافیک کنټرولولی شي او له دې سره به الوتنې په ځانګړي ډول عبوري پروازونه زیات شي.

ورپسې ولسمشر د رادار د نوي سیستم په نصبولو او په کور دننه د مسلکي کارکوونکو د روزنې په برخه کې د ملکي هوایي چلند ادارې د مسوولینو له هڅو په مننې ټول ملت ته د رادار د نوي سیستم د نصبولو او فعالیت مبارکي ورکړه.

ده وويل، د ملي وحدت حکومت مهمه ژمنه د فضايي استقلال اخيستل و چې نن ترلاسه شو.

هغه زياته کړه، هغه هوايي کورېډورونه چې باید د افغانستان له فضا څخه تېر شوي وای، پخوا ممکن نه وو، خو اوس دغه کار ممکن شو.

ولسمشر وايي، زموږ مهم هدف دا دی چې افغانستان د سیمې پر څلورلارې بدل شي، نن افغانستان د هوا له لارې پر څلورلارې بدل شو او ژر به د ځمکې له لارې هم دغه هدف ته ورسېږو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.