فیروزکوه (پژواک، ١٨ زمری ٩٧): د غور سیمه ييزې سرچينې وايي، په دولتیار ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو په نښته کې دوه پاڅون کوونکي وژل شوي او دوه ملي پولیس ټپیان دي.
د دولتیار ولسوالۍ اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار نهه نیمې بجې د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته پیل شوې چې مرګ ژوبله هم لري.
نوموړي زیاته کړه، دغه نښته چې د یادې ولسوالۍ په «مایخان» سیمه کې پیل شوې او تر اوسه (د غرمې ۱۲بجې) دوام لري د پاڅون کوونکو دوه کسان وژل شوي او دوه ملي پولیس ټپیان دي.
د غور د امنیې قوماندانۍ امر سید ضیا حسیني د یادې جګړې پيل مني خو د جګړې د دوام په اړه یې جزئیات ورنه کړل.
بلخوا د دغه ولایت په دولینه ولسوالۍ کې ځینې سرچینې وايي، نن سهار نظامي الوتکو د ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
دغه سرچینه وايي، د یادو بریدونو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
یو شمېر راپورونه وايي، نن سهار د فېروزکوه په کاسي کلي کې طالبانو د استوګنې یوه کور ته لاسي بم غورځولی چې له امله یې دوه ماشومان وژل شوي دي.
یوه سیمه ییزه سرچینه وايي، طالبان د لاسي بم له غورځولو وروسته تښتېدلي دي.
طالبانو تر اوسه د یادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن