ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پولیس: د بدخشان د شهدا ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی

پولیس: د بدخشان د شهدا ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی

author avatar
9 Aug 2018 - 14:25
پولیس: د بدخشان د شهدا ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی
author avatar
9 Aug 2018 - 14:25

 

فیض اباد (پژواک، ۱۸ زمری ۹۷): د بدخشان پولیس وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو په کمین کې د دغه ولایت د شهدا ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال له خپلو دوو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني پژواک ته وویل، د بدخشان د شهدا ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ملا محمد سنګریار له دوه ملګرو سره هغه مهال  د امنیتي ځواکونو په کمین کې ووژل شو چې د دغه ولایت په نسي ولسوالۍ کې یې د عملیاتو قصد درلود.

د هغه په خبره، یاد کسان تېره شپه ۹:۰۰ بجې د بهارک ولسوالۍ په کورخور ولسوالۍ کې له منځه تللي دي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، په دغه کمین کې دوه نور طالبان ټپیان شوي هم دي.

طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.