کابل ( پژواک، ١٨ زمری ۹۷): ټاکل شوې د کاري زده کړې له یو تعلیمي مرکز څخه ۲۵ فارغ شوي ځوانان په اوو ولایتونو کې د کورنۍ تنظیم، د اېډز په ناروغۍ د اخته کېدو څخه د مخنیوي او د نشه يي توکو د زیانونو په اړه ځوانانو ته پوهاوی ورکړي.
د همتا تعلیمي شبکې مسوول لاهور جان لکڼوال نن په کابل کې په دې اړه په جوړو شوو مراسمو کې وویل، د دغه پروګرام ګډونوال ۲۵ ځوانان، ۱۳ نجونې او ۱۲ ماشومان د کندهار، ننګرهار، کونړ، لغمان، پکتیا، سمنګان او بدخشان اوسېدنکي دي.
نوموړي وویل، دغه کسان خپلو ولایتونو ته تر ستنېدو وروسته اړ دي چې هر یو یې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته د کورنیو مسایلو اړوند زده کړې ورکړي.
هغه په ډاګه کړه، دغه شبکه په پام کې لري چې د روان کال په جریان کې شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو ته د نشه يي توکو او جنسي اړیکو د زیانونو په اړه زده کړې ورکړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو د چارو مرستیال کمال سادات وویل، دا پروګرام د مجردو ځوانانو لپاره ډېر ګټور دی، ځکه له دې زده کړې وروسته به د نشه يي توکو د زیانونو، د ایډز په ناروغۍ د اخته کېدو د څرنګوالي او د کورنۍ د تنظیم په اړه معلومات ترلاسه کړي.
نوموړي وویل: ((په افغانستان کې نفوس ورځ تر بلې ډېرېږي، ښوونې ، روزنې او روغتیايي مرکزونو ته نه لاس رسى یو ګواښ دی او اړتیا ده چې ځوانان له واده نه مخکې د خپلې راتلونکې په اړه فکر وکړي چې باید څو ماشومان ولري او د هغو د زده کړې او تربیې لپاره باید څه ډول رسېدنه وکړي.))
د ننګرهار اوسېدونکې کریمې احمدي او د دغه پروګرام یوې ګډونوالې وویل: (( موږ په دې شپږ ورځني ورکشاپ کې د کورنیو مسایلو په اړه ډېر څه زده کړل چې له دې مخکې پرې نه پوهېدو.))
نوموړې د ځوانانو لپاره د دا ډول پروګرامونو جوړېدل ګټور وبلل او زیاته یې کړه، ولایت ته تر ستنېدو وروسته به د همتا تعلیمي موسسې په مرسته د ځوانانو د پوهاوي د لوړېدو په موخه د زده کړې چارې مخته یوسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن