ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت او طالبان د غزني جګړه کې يو بل ته  د مرګ ژوبلې اړولوخبر ورکوي

حکومت او طالبان د غزني جګړه کې يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولوخبر ورکوي

author avatar
10 Aug 2018 - 12:33
حکومت او طالبان د غزني جګړه کې يو بل ته  د مرګ ژوبلې اړولوخبر ورکوي
author avatar
10 Aug 2018 - 12:33

لومړى تعقيب - غزني ښار (پژواک، ١٩ زمرى ٩٧) : حکومت او وسله والو طالبانو د غزني ښار په جګړه کې يو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کړې دي.

وسله والو طالبانو تېره شپه په شاوخوا دولسو بجو د غزني ښار پر بېلا بېلو سيمو ډله ييز بريدونه کړي وو او تر څو ساعتونو پورې درنه جګړه روانه وه.

د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل د زمري په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دددې بريدونو لپاره وسله والو طالبانو له ميدان وردګو او زابل ولايتونو څخه هم وسله وال راټول کړي وو.

ده وويل، چې په دې بريدونو کې تر سلو زياتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، يواځې څلور سرتېري وژل شوي او يو شمېر ټپيان دي.

د هغه په وينا، يو شمېر طالبان د ښار په مارکېټونو او د خلکو په کورونو کې پټ شوي او له هغه ځايه خال خال ډزې کوي.

خو د ولايتي روغتون يو تن کارکوونکي ډاکټر نورالله پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته تر اوسه د پوليسو اته مړي او ١٧ کسان چې ملکيان هم پکې دي، په ټپي حالت کې راوړل شوي دي.

بلخوا د ملي دفاع وزارت وايي، چې پر غزني ښار د وسله والو طالبانو بريدونه په شا تمبول شوي او ورته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ددغه وزارت لخوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې نشتو کې تر اوسه تر ١٥٠ پورې وسله والو مخالفينو مرګ ژوبله اوښتې او مړي يې هم په سيمه کې پاتې دي.

امنيه قوماندان مشعلو وايي، غزني ښار ته له ننوتلو سره سم وسله والو طالبانو پر امنيتي کمربندونو ، امنيه قوماندانۍ او نورو پوځي تاسيساتو بريدونه وکړل.

د طالبانو وياند ذ بيح الله مجاهد ادعا کوي، چې دوى د امنيه قوماندانۍ په ګډون يو شمېر مهمې پوځي ادارې  او  پوستې نيولې او لسګونو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې نښتو کې يو کم شمېر طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د صفي الله په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې وسله والو طالبان ښار ته له ننوتلو سره سم يوه مارکېټ ته وختل او له هغه ځايه يې پر امنيه قوماندانۍ ډزې کولې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.