ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان حج کوونکو د لېږد پروسه نن بشپړه شوه

author avatar
10 Aug 2018 - 14:31
author avatar
10 Aug 2018 - 14:31

کابل (پژواک، ١٩ زمرى ٩٧) :  د افغانستان د ارشاد حج، اوقافو وزارت وايي، چې سعودي عربستان ته د افغان حج کوونکو دلېږد پروسه نن بشپړه شوه.

ددغه وزارت د اړيکو او اطلاعاتو رييس ناصر الدين دريځ د زمري په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ٣٠ زرو افغان حج کوونکو سعودي ته د لېږد پروسه د روان لمريز کال د چنګاښ په ٢٣مه، پيل شوې وه.

هغه زياته کړه چې د زيارت کوونکو وروستۍ الوتنه نن تر غرمې مخکې له کابل څخه جدې ته ولاړه او دې سره دا پروسه بشپړه شوه.

د نوموړي په وينا، شاوخوا ٣٠ زره زيارت کوونکي په ٥٢ الوتنو کې مدينې منورې او ٤٩ الوتنو کې جدې ته د کام اير خصوصي شرکت لخوا لېږدول شوي دي.

دريځ وايي، چې دوى د کابل له حامد کرزي ، د کندهار، مزار شريف او هرات هوايي ډګرونو څخه لېږدول شوي دي.

د حج وزارت دغه چارواکي وويل، چې د لوى اختر په پنځمه ورځ به د حاجيانو د بېرته لېږدولو پروسه پيل شي، چې په يوه مياشت کې به بشپړه شي.

ده زياته کړه، چې سږ کال پر هر حج کوونکي ٢٦٥٠ ډالره لګښت راغلى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.