ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني ښار په جګړه کې د رسنيو انتنونه سوځول شوي

د غزني ښار په جګړه کې د رسنيو انتنونه سوځول شوي

author avatar
10 Aug 2018 - 14:09
د غزني ښار په جګړه کې د رسنيو انتنونه سوځول شوي
author avatar
10 Aug 2018 - 14:09

غزني ښار (پژواک، ١٩ زمرى ٩٧) : د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټه او ځايي رسنۍ وايي، چې په غزني ښار کې د جګړې پر مهال د ګڼ شمېر رسنيو انتنونه سوځول  شوي او فعاليتونه يې دريدلي دي.

وسله والو طالبانو تېره شپه پر غزني ښار له څو خواوو ډله ييز بريدونه وکړل، ښار ته ننوتل او تراوسه په ښار کې جګړه روانه ده.

د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې لخوا د زمري په١٩مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وسله والو طالبانو تیره شپه په غزني ولایت د خپلو بریدونو پر مهال د  ټلویزون تپې پرسر د نصب شویو یوشمیر رسنیو انټنونه او خپرونکي وسایلو ته اور ورته کړی دی.

سرچينې زياته کړې، چې له دې سره په غزني ولایت کې د هغو رسنیو نشرات ځنډیدلي چې انټنونه یې سوځول شوي دي.خ

خو په خبرپاڼه کې راغلي ، هغه رسنۍ چې له عادي انټنونو پرته یې خپرونې د لیدو او اوریدو وړ دي، خپرونې یې په عادي توګه روانې دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه په داسې حال کې چې له دې امله سخته خواشینې ده، د جنګ له ښکیلو غاړو غوښتنه کوي چې په داسې حالاتو کې دې د رسنیو او خبریالانو بې پریتوب ته په پام سره د هغوی خوندیتوب ته کلکه پاملرنه وکړي.

 کمیټه پر دې باور ده چې د رسنیو د انټنونو په سوځولو سره یوازې رسینو ته مالي زیان اوښتی شي خو د معلوماتو د رسونې بهیر له نیکمرغه هیڅوک او په هیڅ قیمت نشي ډب کولای، او هر هغه څوک چې دداسې یوې کړنې هڅه وکړي یوازې به د رسنیو او بیان د ازادۍ پر وړاندې خپله کرکجنه څیره ښکاره کړي .

د افغان خبریالانود خوندیتوب کمیټه پر حکومت غږ کوي چې د امنیتي حالت په ښه کیدو سره د هغو رسنیو لاس نیوي ته ورودانګي چې په دغې جګړه کې ورته زیان اوښتی دی. حکومت باید د زیانمنو رسینو هراړخیزه مرسته وکړي.

بلخوا د خبريالانو ددفاع کمېټې ويلي، چې په غزني ولايت کې د ملي تلويزيون دستګاه او د يو شمېر نورو رسنيو انتنونه سوځول شوي او د ملي تلويزيون يو تخنيکي کارکوونکى وژل شوى.

په غزني ولايت کې دازادۍ راډیو خبریال حبیب الرحمن تاثیر پژواک ته وويل، چې ددوى د راډيو خپرونې هم قطع شوې دي.

په غزني کي د خبریالانو داتحادیې مشر رحمت الله هم وایی چی طالبانو انتنونه پرې کړې دي او خپرونې درېدلې دي.

دغزني د ملي راډیو کارکوونکی بشیر وایی چی خپرونې يې له سهاره راهيسې بندې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.