د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د غزني ښار په جګړه کې د رسنيو انتنونه سوځول شوي

د غزني ښار په جګړه کې د رسنيو انتنونه سوځول شوي

Aug 10, 2018 - 14:09

غزني ښار (پژواک، ١٩ زمرى ٩٧) : د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټه او ځايي رسنۍ وايي، چې په غزني ښار کې د جګړې پر مهال د ګڼ شمېر رسنيو انتنونه سوځول  شوي او فعاليتونه يې دريدلي دي.

وسله والو طالبانو تېره شپه پر غزني ښار له څو خواوو ډله ييز بريدونه وکړل، ښار ته ننوتل او تراوسه په ښار کې جګړه روانه ده.

د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې لخوا د زمري په١٩مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وسله والو طالبانو تیره شپه په غزني ولایت د خپلو بریدونو پر مهال د  ټلویزون تپې پرسر د نصب شویو یوشمیر رسنیو انټنونه او خپرونکي وسایلو ته اور ورته کړی دی.

سرچينې زياته کړې، چې له دې سره په غزني ولایت کې د هغو رسنیو نشرات ځنډیدلي چې انټنونه یې سوځول شوي دي.خ

خو په خبرپاڼه کې راغلي ، هغه رسنۍ چې له عادي انټنونو پرته یې خپرونې د لیدو او اوریدو وړ دي، خپرونې یې په عادي توګه روانې دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه په داسې حال کې چې له دې امله سخته خواشینې ده، د جنګ له ښکیلو غاړو غوښتنه کوي چې په داسې حالاتو کې دې د رسنیو او خبریالانو بې پریتوب ته په پام سره د هغوی خوندیتوب ته کلکه پاملرنه وکړي.

 کمیټه پر دې باور ده چې د رسنیو د انټنونو په سوځولو سره یوازې رسینو ته مالي زیان اوښتی شي خو د معلوماتو د رسونې بهیر له نیکمرغه هیڅوک او په هیڅ قیمت نشي ډب کولای، او هر هغه څوک چې دداسې یوې کړنې هڅه وکړي یوازې به د رسنیو او بیان د ازادۍ پر وړاندې خپله کرکجنه څیره ښکاره کړي .

د افغان خبریالانود خوندیتوب کمیټه پر حکومت غږ کوي چې د امنیتي حالت په ښه کیدو سره د هغو رسنیو لاس نیوي ته ورودانګي چې په دغې جګړه کې ورته زیان اوښتی دی. حکومت باید د زیانمنو رسینو هراړخیزه مرسته وکړي.

بلخوا د خبريالانو ددفاع کمېټې ويلي، چې په غزني ولايت کې د ملي تلويزيون دستګاه او د يو شمېر نورو رسنيو انتنونه سوځول شوي او د ملي تلويزيون يو تخنيکي کارکوونکى وژل شوى.

په غزني ولايت کې دازادۍ راډیو خبریال حبیب الرحمن تاثیر پژواک ته وويل، چې ددوى د راډيو خپرونې هم قطع شوې دي.

په غزني کي د خبریالانو داتحادیې مشر رحمت الله هم وایی چی طالبانو انتنونه پرې کړې دي او خپرونې درېدلې دي.

دغزني د ملي راډیو کارکوونکی بشیر وایی چی خپرونې يې له سهاره راهيسې بندې دي.

د غزني د والې ویاند محمد عارف نوري وايي، چې پر انتنونونو برېښنا پرې شوې ده، ځکه خپرونې درېدلې دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، دغزني په جګړه کې د تلویزیون په نامه تپه باندې امنيتي پوسته وه، چې پر طالبانو يې ډزې کولې، بیا په جګړه کې ياده تپه ونيول شوه، که په جګړه کې انتنونو ته زیان اوښتی وي، امکان دې ولري، خو هغه په جګړه کې اوښتی په قصدي ډول چا نه دي سوځولي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement