د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

وسلوالو طالبانو پر غزني ښار ډله ييز بريدونه کړي

وسلوالو طالبانو پر غزني ښار ډله ييز بريدونه کړي

Aug 10, 2018 - 09:20

غزني ښار (پژواک، ١٩ زمرى ٩٧) : وسله والو طالبانو پر غزني ښار له څو اړخونو ډله ييز بريدونه کړي، خو ځايي چارواکي وايي، چې دا بريدونه يې په شا تمبول شوي دي.

د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل د زمري په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو طالبانو تېره شپه په ١٢ بجو له څو اړخونو څخه پر غزني ښار ډله ييز بريدونه کړي وو.

هغه زياته کړه، چې دې بريدونو لپاره وسله والو طالبانو له ميدان وردګو او زابل ولايتونو څخه هم وسله وال راټول کړي وو.

د مشعل په وينا، غزني ښار ته له ننوتلو سره سم وسله والو طالبانو پر امنيتي کمربندونو ، امنيه قوماندانۍ او نورو پوځي تاسيساتو بريدونه وکړل.

نوموړي وويل چې ترڅو ساعتونو جګړې وروسته د طالبانو بريدونه په شاتمبول شوي ، خو هغوى د ښار په دوکانونو او د خلکو په کورونو کې پټ شوي دي.

امنيه قوماندان وايي، چې په دې جګړو کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دمګړۍ يې معلومات نه درلودل.

د هغه په وينا، دوى د طالبانو له بريدونو خبر وو، ځکه يې ورته امنيتي تدابير نيولي وو.

ده زياته کړه، چې ډېر ژر به په ښار کې چاڼيز عمليات پيل شي.

وسله والو طالبانو تېره شپه د کابل – کندهار ښار د لويې لارې د تړلو ا علان کړى .

د صفي الله په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې وسله والو طالبان ښار ته له ننوتلو سره سم يوه مارکېټ ته وختل او له هغه ځايه يې پر امنيه قوماندانۍ ډزې کولې.

هغه زياتوي، چې طالبان د امنيه قوماندانۍ په نيولو بريالي نه شول او اوس شاته شوي دي.

دى وايي، چې د ملکي وګړو پر کورونو هم درنې او سپکې مرمۍ لګيدلي، خو د مرګ ژوبلې يې معلومات نه درلودل.

ده وويل، چې پر ښار هوايي بريدونه هم شوي دي.

د طالبانو وياند ذ بيح الله مجاهد ادعا کوي، چې دوى د امنيه قوماندانۍ په ګډون يو شمېر مهمې پوځي ادارې  او  پوستې نيولې او لسګونو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه په دې عملياتو کې د خپلو وسله والو له لوري ملکي تلفات رد کړل.

ددې جګړې په اړه نور معلومات وروسته خپاره شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement