ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د مور د شيدو خوړل ماشومان له بېلا بېلو ناروغیو ژغوري”

“د مور د شيدو خوړل ماشومان له بېلا بېلو ناروغیو ژغوري”

author avatar
11 Aug 2018 - 15:31
“د مور د شيدو خوړل ماشومان له بېلا بېلو ناروغیو ژغوري”
author avatar
11 Aug 2018 - 15:31

فیض اباد (پژواک، ٢٠ زمری ٩٧): د بدخشان روغتیايي چارواکي وايي، ځينې کورنۍ د مور شېدو د ګټو په اړه د نه پوهاوي او غلطو رواجونو له امله ماشومانو ته شيدې نه ورکوي چې دا په ماشومانو کې د خوارځواکۍ د رامنځته کېدو لامل ګرځي.

د بدخشان د عامې روغتیا ریاست مرستیالې نوشین ګهر نن په فیض اباد کې ماشومانو ته د مور شیدو ورکولو اوونۍ په نمانځغونډه کې وویل، ماشومانو ته د مور شیدو نه ورکول د خوارځواکۍ یو لامل دی.

نوموړې زیاته کړه، د روغتیايي کاروکوونکو له نظره یادې خبرې ته د کورنیو نه پاملرنه د اندېښنې وړ ده او په بدخشان کې تېره یوه میاشت د خوارځواکۍ ناروغۍ شاوخوا ۴۰ ناروغان ولایتي روغتون ته ور وړل شوي دي.

د هغې په خبره، په داسې حال کې چې د ماشومانو د خوارځواکۍ یو لامل د مورنیو شیدو نه خوړل دي؛ خو یو شمېر میندې د ناسمو رواجونو له امله ماشومانو ته شیدې نه ورکوي.

نوموړې وویل: ((موږ له ټولو دینې عالمانو او رسنیو غواړو چې د جوماتونو او منبرونو له لارې کورنیو ته د مور شیدو د ګټو په اړه پوهاوی ورکړي؛ څو ټولنې ته روغ او سالم ماشومان وړاندې کړي.))

د بدخشان مرستیال والي اختر محمد خیرخواه وویل، د نننۍ نړۍ شعار «د مور د شیدو خوړل د ژوند اساس دی» دي؛ خو یو شمېر کورنۍ ماشومانو ته د مور شيدې نه ورکوي او له پوډري شيدو څخه استفاده کوي.

په بدخشان کې د نړیوال روغتیايي سازمان مسوول ډاکتر اسدالله نعیمي د مور شیدې قوي واکسین وباله چې ماشومان له ناروغیو ژغوري.

د هغه په خبره، په داسې حال کې چې ماشومانو ته د مور د شیدو ورکول د ماشوم او مور تر منځ د مهربانۍ اړیکې جوړوي خو ځینو ماشومانو ته په ښه ډول خوراک نه ورکول کېږي.

د فیض اباد ولایتي روغتون سرطبیب حبیب الرحمن حاذق وویل، ماشومانو ته د شیدو ورکول میندې د سینې له سرطان څخه ژغوري او د مور د وینې غوړ له منځه وړي.

هغه زیاته کړه، د پوډري شېدو کارول سربېره پر دې چې د ماشوم په فزیکي او فکري وده منفي اغېز کوي په ماشومانو کې د بېلا بېلو ناروغیو لامل ګرځي او د اقتصادي اړخه هم کورنیو ته زیان رسوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.