ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد امنيتي او دفاعي مرکزونه او تاسيسات په انټرنېټ او معلوماتي ټکنالوجۍ سمبالېږي

د هېواد امنيتي او دفاعي مرکزونه او تاسيسات په انټرنېټ او معلوماتي ټکنالوجۍ سمبالېږي

author avatar
11 Aug 2018 - 20:17
د هېواد امنيتي او دفاعي مرکزونه او تاسيسات په انټرنېټ او معلوماتي ټکنالوجۍ سمبالېږي
author avatar
11 Aug 2018 - 20:17

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۹۷) :  د هېواد امنيتي او دفاعي مرکزونه او تاسيسات په انټرنېټ او معلوماتي ټکنالوجۍ سمبالیږي، او په همدې موخه نن تړونونه لاسلیک شول.

دمخابراتو او معلوماتی ټیکنالوجۍ وزارت ویاند سایر ځلاند د زمري په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې مخابراتي خدماتو پراختيا، د الکټرونيکي حکومتولۍ ترويج، د معلوماتي ټکنالوجۍ د زیربناو رامنځته کول او د عامه اسانتياو برابرول د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مسؤوليتونو څخه دي.
هغه زیاته کړه، چې په همدې موخه  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم شهزاد آريوبي په همدې موخه د هېواد د امنيتي او دفاعي مرکزونو او تاسيساتو او د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو ددغه اړتياو د پوره کولو او د انټرنېټ او نوري فایبرشبکې سره ددغه مرکزونو د نښلېدو لپاره د په داسې حال کې چې د افغان ټېلیکام مخابراتي شرکت رئیس او د نړيوالو همکارانو استازو ګډون درلود دوه بېلابېل هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
ځلاند وایي، ددغه دوه اړخيزه هوکړه لیکونو له مخې، د افغان ټېلېکام مخابراتي شرکت ددغه پروژې د عملي کېدو مسؤوليت پر غاړه لري او د نوري فايبر د شبکې د تهيه کولو او لوړ ظرفيت بنډوېټ په ورکولو سره، همکاري کوي چې تر څنګ يې د نرخونو د کمښت او د حفظ و مراقبت په برخه کې د اړوندو وزارتونو سره همکاري کوي.
د ويلو ده چې ددغه پروژې مالي همکاري په افغانستان کې د غوڅ ماموريت د دفتر له خوا ورکول کېږي او تخنيکي چارې يې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت پر مخ بیايي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.