ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون: د ولسي جرګې ۳۵ نوماندان د کاندیدۍ په شرایطو برابرنه دي

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون: د ولسي جرګې ۳۵ نوماندان د کاندیدۍ په شرایطو برابرنه دي

author avatar
11 Aug 2018 - 19:08
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون: د ولسي جرګې ۳۵ نوماندان د کاندیدۍ په شرایطو برابرنه دي
author avatar
11 Aug 2018 - 19:08

کابل (پژواک، ٢٠ زمری ٩٧): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولسي جرګې ۳۵ احتمالي نوماندان د کانديدۍ په شرایطو برابر نه بولي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته یې د هغوی نوملړ لېږلی دی.

په نوملړ کې ۱۲ کسان د ولسي جرګې اوسني غړي دي.

د نوملړ له مخې، د یادو ۳۵  کسانو نومونه د کابل، اروزګان، بامیان، بدخشان، بغلان، بلخ، پروان، پکتیا، تخار، خوست، سمنګان، فاریاب، لوګر او ننګرهار په ولایتونو پورې تړاو لري، دوه کسان د کوچیانو په حوزو کې نوماندان دي.

 یاد ٣٥ کسان محب الله، امان الله هوتکي او احمدشاه شمس داروزګان ؛ عبدالرحمن شهیداني د بامیانو؛ فوزیه کوفي، مریم کوفي، محمد نبي بیان او عبدالصمد عبدالحمید د بدخشان؛ سید جعفر نادري، اسدالله اسلام زوی او حیات الله وفا د بغلان؛ اسد الله شریفي د بلخ؛ غلام حیدر جیلاني او نوراحمد سکندر د پروان؛ الله میر او نوید ابراهیم خېل د پکتیا؛ بشیر قانت او اسدالله ایوب د تخار؛ لیاقت الله بابکرخېل او جبار جبارخېل د ولایت خوست؛معصومه خاوري، محمد اصف عظیمي او ريیس خیرالله د سمنګان؛ سخي نوید د فاریاب؛ قیس حسن، مولوي تره خېل، سید داوود نادري، صداقت زاهد، ضیاالحق امرخېل او احسان الله عاطف د کابل؛ اکبر ستانکزی د لوګر؛ شایسته باز ناصري د کندوز؛ جاوېد زمان د ننګرهار؛ شېرعلي احمدزی او زرداد فریادي د (کوچیانو) نوماندان دي.

د نوملړ په پای کې چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسيون د پنځو غړو له لوري لاسلیک شوی   راغلي: (( په پورتني نوملړ کې ذکر شوي کسان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د قانون له مخې په شرایطو برابر نه و؛ نو له دې امله د کاندیدانو له وروستي نوملړ څخه لرې شوي دي.))

د کمېسیون یوه سرچینه د یاد نوملړ کاپي چې پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې تایید کړې ده.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یوې سرچینې وویل، په نوملړ کې د موجودو نومونو چې پژواک ته یې هم کاپي رارسېدلې ده رد او تایید نه کوي؛ خو زیاته یې کړه چې د ټاکنیزو شکایتونو د ۳۵ کسانو نوملړ یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته لېږلی دی.

دغې سرچینې وویل، ټاکل شوې تر نن ناوخته د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د نوماندانو وروستی لېست هم اعلان شي.

 سرچینې زیاته کړه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د هغو ۱۴۵ کاندیدانو له ډلې ۱۰۲ کسان د نوماندانو په وروستي لېست کې شامل کړل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون یې نومونه له لېست څخه پاک کړي و.

 حذف شوو کسانو له ډلې ضياءالحق امرخېل ويلي، د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون له خوا د ولسي جرګې د ټاکنو له وروستي لېست څخه د ده لرې کول، په حکومت کې د يوې ځانګړې ډلې [اجرائيه رياست] سليقوي فرمايش او عقده‌يي کړنه ده، چې د هېواد ټول نافذه قوانين په کې تر پښو لاندې شوي دي.

ده زياته کړې: "د شکايتونو کمېسيون زما د لرې کولو په اړه کوم قانوني دليل نه لري او په دې هکله يې ما ته هېڅ ډول مخکنی خبر يا د استېناف غوښتنې حق هم نه دی راکړی، چې ګواکې پر تاسو شکايت شوی دی. زه نه کوم جنايي مجرم يم، نه غاصب، نه قاتل، نه زورواکی او نه هم کومه جرمي دوسيه لرم، بلکې زما د سياسي او عقده‌يي مخالفينو په نزد، زما لويه ګناه دا ده، چې د ۱۳۹۳ ل کال د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال مې د ملت له امانت (رأيو) څخه په کلکه او مېړانه دفاع او ساتنه کړې وه او نن په خپله د ملت لپاره د هماغې پخوانۍ سرښندنې ښکار او بيا قرباني شوم، چې دا د ځان په حق کې ستر ظلم؛ خو په عين حال کې وياړ او سرلوړي ګڼم."

ده هيله څرګنده کړې چې له ولسمشر غني به د ده له حق څخه دفاع وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.