ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین باید په عام محضر کې مجازات شي”

“د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین باید په عام محضر کې مجازات شي”

author avatar
11 Aug 2018 - 20:14
“د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین باید په عام محضر کې مجازات شي”
author avatar
11 Aug 2018 - 20:14

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۹۷): د ښځو چارو وزیرې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زړه بوږنوونکو قضیو تکرار په اړه اندېښنه وښوده او د دې ډول قضیو عاملانو ته یې په عام محضر کې د مجازاتو غوښتنه وکړه.

د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري "د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مبارزې څارنوالانو او د ماشومانو سرغړونو ته د رسېدنې" تر نوم لاندې د درې ورځیني سیمینار پرانیستې پرمهال چې نن د لويې څارنوالۍ ادارې له لوري په کابل کې جوړ شو، وویل چې یواځې په تېره اونۍ کې د هېواد په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي درې ځوروونکې پېښې رامنځ ته شوې دي.

د نوموړې په خبره، تېره اونۍ په کابل کې یوه سړي د خپلې مېرمنې پر مخ تېزاب پاشلي، یو بل تن په پنجشیر ولایت کې خپلې مېرمنې ته اور اچولی و او یو ملا امام له ننګرهار ولایت څخه د لږعمر یوه نجلۍ کابل ته راوستلې وه چې یادو درې قضیو کې شاملې دي.

هغې زیاته کړه: "د دې پېښو تکرار په رښتیا د اندېښنې وړ دى، د هېواد له مشرانو په ځانګړې توګه له ولسمشر او لويې څارنوال دا غوښتنه لرم چې باید د دې پېښو عاملینو ته دې په عام محضر کې سزا ورکړل شي."

نوموړې وویل، که د ښځو پرضد د تاوتریخوالي قضیو له عاملانو سره توند چلند و نه شي، دا ډول پېښې به لا پسې زیاتې شي.

نظري په لويې څارنوالۍ کې د ښځو څارنوالانو حضور مهم وباله او له هغوی څخه یې غوښتنه وکړه چې د عدالت په خوندیتوب او د قانون په تطبیق کې دې له توپیر پرته جدي اقدام وکړي.

لوی څارنوال محمد فرید حمیدي په دې مراسمو کې وویل، هغه سړي چې په کابل کې یې د خپلې مېرمنې پر مخ تېزاب شیندلي، ټولو ته یې سخت ټکان ورکړی دى. نوموړي زیاته کړه چې د دې پېښې عامل نیول شوی دی.

د ده په وينا، د دا ډول پېښو مخنیوي لپاره په حکومتي بنسټونو کې د عدالت ټینګښت ترڅنګ په کورنیو کې هم د عدالت خوندیتوب او پراختیا اړینه ده.

د نوموړي په وینا، اوس له مجازاتو څخه د معافیت فرهنګ پای ته رسېدلی او له دې وروسته به لويه څارنوالۍ په زیات قاطعیت، قوت او ظرفیت د یادو قضیو پر وړاندې ګام پورته کړي.

هغه زیاته کړه چې د دې درې ورځینۍ غونډې موخه د څارنوالانو په ځانګړې توګه د ښځینه څارنوالانو د ظرفیت لوړول دي، څو هغوی وکولی شي د دا ډول قضیو پر وړاندې په لا قاطعیت، قوت او ظرفیت عمل وکړي.

 د نوموړي په وینا، په دې غونډه کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر لاملونو او حل لارو بحث کېږي او په پایله کې به ځانګړی لارښود چمتو شي.

لوی څارنوال وویل چې د سرغړوونکو ماشومانو قضیو ته لاسرسی هم زیات مهم دی او باید په دې غونډه کې پرې بحث وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.