فیروزکوه (پژواک، ۲۰ زمری ۹۷): یو خیریه بنسټ له یتیمو او بېوزلو ماشومانو نه د لاسنیوي او د هغوی ښوونیز او روزنیز کیفیت ښه توب لپاره شاوخوا ۳۰۰زره افغانۍ مرسته وکړه.
نوموړي زیاته کړه چې دغه بنسټ د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې له یتیمو ماشومانو سره نغدي مرستې کوي څو هغوی زده کړو ترلاسه کولو ته وهڅول شي.
د نوموړي په وینا، له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې له ۲۳ ماشومانو سره نغدې مرستې ترسره شوې وې.
نوموړي زیاته کړه: ((که څه هم دا مرستې بسنه نه کوي او خورا لږې دي، خو بیا هم دا پیسې مرسته کوي څو ماشومان درانه کارونه ونه کړي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.))
د غور ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس ګل احمد عثماني د ماشومانو وضعیت اندېښمن وباله او زیاته یې کړه چې له اړمنو کسانو سره مرسته اود هغوی لاسنیوی د دې لامل کېږي څو هغوی زده کړو ته مخه کړي.
هغه وړاندې وویل چې بېوزلي، نا امني، اقتصادي او ټولنیزې ستونزې د دې لامل شوي څو ځیني ماشومان ښوونځیو ته له تګ څخه پاتې شي.
د نوموړي په وینا، په داسې حال کې چې په دغه ولایت کې څه باندې ۱۰ زره یتیم ماشومان شتون لري، خو له دې ډلې یوازې شاوخوا ۲۰۰ یې روزنتون کې ژوند کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن