ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې ۱۶ امنیتي سرتېري وژل شوي

بغلان کې ۱۶ امنیتي سرتېري وژل شوي

author avatar
11 Aug 2018 - 11:40
بغلان کې ۱۶ امنیتي سرتېري وژل شوي
author avatar
11 Aug 2018 - 11:40

پلخمری (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٧): په بغلان کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله ١٦ امنيتي سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

ځايي سرچیني وايي، جګړه تېره شپه ناوخته د مرکزي بغلان ولسوالۍ په انګور باغ سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا د ډله ییز برید له امله رامنځته شوې چې په کې افغان امنیتي ځواکونه ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په بغلان کې يوې امنيتي سرچينې د زمري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې جګړه کې نهه د ملي اردو او اووه پوليس سرتېري وژل شوي او دوه نور سرتېري ټپيان دي او درې نور يې له ځان سره بيولې دي.

بل لور ته د مرکزي بغلان ولسوال خانزاده له پژواک سره په خبرو کې د جګړې پخلی وکړ خو افغان ځواکونو ته د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه یې نا خبري وښوده.

بلخوا د مرکزي بغلان ولسوالۍ يوه قومي مشر سید کمال وردګ پژواک وويل چې تېره شپه د انګورباغ په سيمه کې جګړه شوې ده.

هغه زياته کړه چې په دې جګړه کې شاوخوا ٢٠ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.