ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عربي سروزرو بیه ټيټه شوې

د عربي سروزرو بیه ټيټه شوې

author avatar
11 Aug 2018 - 18:48
د عربي سروزرو بیه ټيټه شوې
author avatar
11 Aug 2018 - 18:48

کابل (پژواک،٢٠ زمری ٩٧): نن په کابل کې د تېرې شنبې په پرتله د عربي سرو زرو بیه کمه شوې؛ خو د روسي سرو زور بیه بیا لوړه شوې او د خوراکي توکو بیې په خپل حال پاتې دي.

 د کابل د تېمورشاهي جادې یو زرګر حاجي فواد احمد صالح زاده پژواک ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سرو زرو بیه له ۲۳۵۰ څخه ۲۳۰۰ ته را ټيټه شوې؛ خو د یو ګرام ۵۸۵ عیاره روسي سرو زرو بیه بیا له ۱۷۵۰ نه ۱۸۰۰ ته لوړه شوې ده.

د هغه په خبره، په هېواد کې د سرو زرو بیه په نړیوالو بازارونو کې د هغې له بیې سره تړاو لري.

خو د لومړنیو موادو بیه پر خپل حال پاتې ده.

د کابل ښار د وزیراباد د تېلو ټانک د کارکوونکي عبدالهادي په خبره، نن د تېرې شنبې په توګه یو لېتر ډیزل په ۴۵ افغانۍ او یو لېتر پټرول په ۵۵ افغانۍ پلوري.

دغه راز د کابل ښار د تایمنیو د څلورم سړک ګاز پلورونکي احمد جاوېد وویل، نن هم د تېرې شنبې په څېر د یو کیلو مایع ګاز بیه ۶۰ افغانۍ ده.

د خوراکي توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.

د کابل ښار د سوداګرو د ټولنې رییس فضل الرحمن وویل، نن هم د تېرو  اوو ورځو په څېر په عمده توګه د ۵۰ کیلو ګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۲۰۰ افغانۍ ،۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بوره په ۱۵۸۰ افغانۍ، ۲۴ کیلو ګرامه لومړی سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۰۰۰ افغانۍ او ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۰۳۰ افغانۍ پلورل کېږي.

دغه راز د کابل په منډوي کې یوه چای پلورونکي نوراحمد خیرخواه وویل، نن لکه د تېرې شنبې په ډول یوه کیلو اندونېزیايي شین چای په ۲۸۰ افغانۍ او یوکیلو افریقايي تور چاى په ۳۰۰ افغانۍ پلوري. 

د یو شمېر موادو پرچون پلور د هغه له عمده پلور سره په ځينې مواردو کې لږ توپیر خو په ځينې مواردو کې یې توپير زیات دی.

د کابل په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو پلورونکي احمد ولي پنجشېري وویل، نن ۲۴ کیلو ګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وريجې په پروچون ډول په ۲۴۰۰ افغانۍ، ۵۰ کیلو ګرامه قزاقي اوړه په ۱۳۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بوره په ۱۷۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۱۳۰ افغانۍ، یو کیلو شین اندونېزیايي چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای بیا په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

 په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ د مالک حاجي میرحسن د معلوماتو له مخې، نن د یو امریکايي ډالر بیه ۷۲،۵۵ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې ۵۹۶ افغانۍ کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.