ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځای او برېښنا نشتوالي پکتیا کې پانګه والو ته خنډونه رامنځته کړي

د ځای او برېښنا نشتوالي پکتیا کې پانګه والو ته خنډونه رامنځته کړي

author avatar
11 Aug 2018 - 11:56
د ځای او برېښنا نشتوالي پکتیا کې پانګه والو ته خنډونه رامنځته کړي
author avatar
11 Aug 2018 - 11:56

ګردېز (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٧): د پکتيا پانګه وال او سوداګر وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز کې د صنعتي پارک لپاره د ځمکې او د برېښنا نشتوالی یې د فعاليتونو پر وړاندې لوی خنډونه دي.

دوی وايي چې اوسمهال له جنراتوري برېښنا په استفادې په شخصي او د استوګنې په ځايونو کې بېلابېل خوراکي او غير خوراکي توکي توليدوي او که اسانتيا ورته برابره شي، نو ښايي شته پانګونه يې څو برابره شي.

د اړوندې موضوع په اړه په ګردېز کې د صابون جوړولو فابريکې مسوول عبدالله خان د زمري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د فابريکې پر جوړولو يې کابو ١٥٠زره ډالره پانګونه کړې او دمګړۍ ورسره ۳۰ کسان په فابريکه کې کار کوي.

خان وايي، د فابريکې وسايل يې له پاکستانه رالېږدولي، خو د برېښنا او مناسب ځای نه شتون يې د کار د ښه والي او پراختيا په مخ کې خنډ دی.

ده وويل: ((اوس وخت کې د ورځې تقريباً دوه سوه کارتنه صابون چې شاوخوا يو نيم ټن کېږي، توليدوو. توليدات مو خوست، پکتيکا، کابل او چاريکارو ته لېږو. لوی مشکل مو د برق دی، که برق وي، ډېر مشکل به مو حل شي، توليدات به مو زيات شي او د غريبو وطنوالو لپاره به رېټونه راکم شي. ځای هم نه لرو، په صنعتي پارک کې يې د ځمکې وعده راکړې، خو وعده تر اوسه نه ده تر سره شوې.))

دغه راز د رخت فابريکې مشر محمد صديق وايي چې په فابريکه کې يې رختونه، د ژمي جامې، ټيکري، پټوګان، ترپالونه او نور ورته توکي توليدېږي او د پکتيا سربېره يې شاوخوا ولايتونو ته هم د پلور لپاره لېږي.

صديق پژواک ته وويل چې د دایمي او مناسب ځای نه شتون يې د فعاليت پر وړاندې لويه ستونزه ده او له مسوولو ادارو غواړي چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

نوموړی وايي: ((يو ماشين مو د ورځې د يو نيم سل کوچنيو څادرونو د توليد ظرفيت لري او همداسې هر ماشين په خپله برخه کې زيات توليد کولی شي، په شرط د دې چې ځای پراخ وي او موږ ماشينونه ورته عيار کړو. موږ اوس په کرايه اوسېږو، ځای مو تنګ دی؛ همدارنګه برق بله ډېره لويه ستونزه ده، که دا مشکلات حل شي، کارونه به ډېر ښه شي.))

بل لور ته د غزني يوه هټۍ وال لمرګل چې د رخت پېرلو لپاره دې فابريکې ته راغلی، د پانګه والو او سوداګريز فعاليت لپاره د امنيت تامين اساسي بولي او وايي چې ناسم امنيتي حالت کې د پانګه والو فعاليت او د سوداګرو د توکو لېږد له ستونزو سره مخ کيږي.

لمر ګل وویل: ((مخکې مو مال له پېښوره راووړ، اوس يې له ګردېزه وړو؛ دا مال هم ښه دی، رېټ يې هم ارزانه دی او پکتيا، غزني ته هم نږدې ده. د تجارت لپاره امنيت ډېر ضرور دی چې بايد په لارو کې ناامني او مشکل نه وي چې د تجار مال ضايع نه شي.))

دغه راز د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر عبدالنصير عالم يار وايي چې ډېرو داخلي او ځينو بهرنيو پانګه والو په دې ولايت کې ورته په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره اړيکه نيولې، خو په خبره يې صنعتي پارک او د برېښنا نشتون او نا امني پر وړاندې خنډونه دي.

عالميار پژواک ته وويل: ((رييس جمهور موږ سره ډېرې وعدې وکړې، د پارک صنعتي وعده يې هم وکړه او ويې ويل چې دا په اقتصادي زون بدليږي، خو که امادګي ورته ونه نيول شي، دا سيمه په اقتصادي زون نه شي بدلېدی، متاسفانه نه سرمايه ګذار ته ځمکه ورکړل شوې او نه برق لري.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.