ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سمنګانو کې د ۷۵۱ متریک ټنه حیواني خوراکي توکو وېش پيل شو

په سمنګانو کې د ۷۵۱ متریک ټنه حیواني خوراکي توکو وېش پيل شو

author avatar
11 Aug 2018 - 16:51
په سمنګانو کې د ۷۵۱ متریک ټنه حیواني خوراکي توکو وېش پيل شو
author avatar
11 Aug 2018 - 16:51

ایبک (پژواک، ٢٠ زمری ٩٧): نن په سمنګانو کې د ۷۵۱ متر یک ټنه حیواني خوراکي توکو وېش پيل شوی خو د کرنې ریاست دغه کچه کافي نه بولي او وايي چې د دغه ولایت مالداران ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

د دغو خوراکي توکو وېش نن د یاد ولایت له مرکز ایبک ښاره پيل شو.

د سمنګان د کرنې رییس محمد همایون حبیب پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کچه حیواني خوراکي توکي د یاد ولایت د پنځو ولسوالیو په مرکزونو کې ۱۵زره مالدارانو ته وېشل کېږي.

د نوموړي په خبره، ۱۵۰ ټن حیواني خواړه د دغه ولایت په مرکز ایبک، ۱۹۶ ټنه د حضرت سلطان په ولسوالۍ، ۱۰۸ ټنه د سارباغ خرم په ولسوالۍ، ۵۰ ټنه د صوف بالا درې، ۱۲۱ ټنه په فیروز نخچیر ولسوالۍ او ۱۲۶ متریک ټنه په روی دواب ولسوالۍ کې وېشل کېږي.

هغه وویل، دغه حیواني خواړه لس ډوله ترکیبي مواد لري او د حیواناتو لپاره ډېر ګټور دي.

محمد همایون حبیب وویل، د دغه ولایت مالداران ډېرو مرستو ته اړتیا لري؛ ځکه په سمنګانو کې له ۱،۷ ميلیونه څخه ډېر حیوانات موجود دي او یاده کچه خواړه د لږ وخت لپاره د ۲۵۰ زره حیواناتو اړتیاوې پوره کوي.

د ایبک ښار د ژوندون درې قومي مشر او مالدار حاجي محمد دين له دې مرستو څخه د خوشالۍ تر څنګ وویل، مالداران ډېرو حیواني خوړو ته اړتیا لري.

نوموړي له حکومته وغوښتل چې له مالدارانو سره دې ډېره مرسته وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.