کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٧) : د ملي امنيت سلاکار د روسيې له سفير سره د سولې او اوربند په اړه خبرې کړې دي.
د ملي امنيت شورا وياند او د ستراتيژيکو اړيکو رييس قادرشاه د زمري په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روسیې فدراتیف جمهوریت سفیر الکساندر مانتیسکي د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر سره وليدل.
سرچينې زياته کړې،په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو پر څرنګوالي او د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
هغه وايي، دوی همدارنګه د سولې او پخلاینې په بهیر کې پرمختګونه تر بحث لاندې ونیول او په دې برخه کې د همکاریو پر څرنګوالي يې نظرونه تبادله کړل.
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د افغانانو له خوا د سولې د ټینګښت په موخه د اوربند د احتمالي اعلان په اړه بحث وکړ او زیاته یې کړه چې په سوله او اور بند کې ژوند د هر افغان هیله ده او حکومت مسوولیت لري چې د ټولو افغانانو د هیلو او غوښتنو د پرځای کولو په موخه اقداماتو وکړي.
د روسیې سفیر الکساندر مانتیسکي د سولې او پخلاینې په لاره کې د افغان حکومت له هڅو ملاتړ وکړ او د دوه اړخیزو امنیتي او اقتصادي همکاريو د پراختیا په برخه کې یې د خپل هېواد له هر اړخیزو هڅو څخه افغان لوري ته ډاډ ورکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن