ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امام صاحب اوسېدونکي:د نامسوولو وسله والو له ظلمونو په تنګ شوي يو

د امام صاحب اوسېدونکي:د نامسوولو وسله والو له ظلمونو په تنګ شوي يو

author avatar
12 Aug 2018 - 12:14
د امام صاحب اوسېدونکي:د نامسوولو وسله والو له ظلمونو په تنګ شوي يو
author avatar
12 Aug 2018 - 12:14

کندوزښار(پژواک،٢١زمرى٩٧): د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د نامسوولو وسله والو له ظلمونو څخه په تنګ شوي، حکومت يې بايد ستونزه هواره کړي.

د امام صاحب سلګونو اوسېدونکو دغه څرګندونې د زمري په ٢١مه د هغې غونډې په ترڅ کې وکړې چې د کندوز د استېناف څارنوالۍ له لوري په دغه ولسوالۍ کې جوړه شوې وه.

د دې کسانو له ډلې څخه فيروز وويل چې نامسوولو وسله والو ځکه وهلى چې پيسې يې نه دي ورکړي.

د نوموړي پر مخ او ځان چې د وهلو ټپونه ښکارېدل زياته کړه: (( زه خپله ډريور يم، په کور کې لس کسه ډوډۍ خواره لرم، خپله ورځ او شپه په سختې تېروم، ارباب حميدالله غير مسوول وسله وال لري، ماته يې وويل پنځوس زره روپۍ راکړه که نه وژنو دې، ما ورته وويل چې نه يې لرم، ډېر زيات يې و وهلم، زه له حکومت نه عدالت غواړم.))

دغه راز د معلم خير محمد په نوم يو بل کس هم د نامسوولو وسله والو له ظلم څخه شکايت کوي او وايي چې سيمه ييزه اداره يې پر وړاندې اقدام نه کوي.

ده د چا نوم ياد نه کړ، خو زياته يې کړه: (( همدې غير مسوولو وسله والو له ما څخه هم پيسې وغوښتې،کله چې مې ورنه کړې نو شپږ ساعته يې تر وهلو لاندې نيولى وم، بيا بې هوښه شوم روغتون ته خلکو وړى يم، هلته يې بيا دوا راکړه په هوښ شوم او عدالت ته د لاس رسي په موخه اوس دلته راغلم، بايد نا اميده نه شو.))

همدارنګه د دغې ولسوالۍ د حلقه قول سيمې اوسېدونکي نيک محمد وويل چې د حميدالله په نوم نامسوول وسله وال يې دوه زامن وژلي او دوه نور يې ورته ټپيان کړي دي.

ده وويل: (( د همدې کسانو له لاسه مو کورونه پرېيښي دي، د سيند پر غاړه ژوند کوو، که حکومت زموږ غږ  وا نه اوري نو موږ به چاته ورشو، له دې ظالمانو ډېر په تنګ شوي يو.))

په دغه غونډه کې يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې.

پژواک اژانس هڅه وکړه چې په دې اړه د حميدالله نظر هم واخلي خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

د غونډې په پاى کې د کندوز د والي مرستيال حشمت الله عرض بيګي وويل چې ډېر ژر به په  امام صاحب کې نامسوول وسله وال ونيول شي او د قانون منګلو ته به وسپارل شي.

ده زياته کړه: (( موږ په نورو ولسواليو کې هم غير مسوول نيولي دي په امام صاحب کې هم دغه کار کوو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.