هرات (پژواک،۲۱ زمری ۹۷): د هرات پولیس په دغه ولایت کې د بېلا بېلو جنايي جرمونو او ځمکې د غصب په تور د څلورو پولیسو په ګډون د ۱۸کسانو نیول کېدو خبر ورکوي.
د دغه ولایت د امنيې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، نیول شوي کسان په بېلابېلو پېښو کې د پولیسو له لوري تر پېژندل کېدو وروسته نیول شوي او تر څارنې لاندې دي.
سرچینه لیکي، د هرات پولیسو د څلورو پولیسو په ګډون پنځه کسان د وسله والې غلا په تور نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې له نیول شوو کسانو درې موټرسایکل او وسله هم ترلاسه شوي دي.
دغه راز ۱۳ کسان د ځمکي د غصب په تور هم نیول شوي دي.
د پولیسو په خبره، دغو کسانو پر یوه ټوټه ځمکه قهوه پلورنځی جوړ کړی و چې په هغې سیمه کې یې نشه يي توکي او الکولي څښاک پلورل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن