لښکرګاه(پژواک،٢١زمری۹۷): کجکي ولسوالۍ کې د هلمند د سيند پر سر جوړ شوى د لرګو پول چې د اروزګان او دايکنډي ولايتونو ترڅنګ شمالي هلمند له مرکز لښکرګاه سره نښلوي، د نړېدو په حال کې دى.
د هلمند د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې دغه پول ٦٠ کاله وړاندې د کجکي برېښنا بند د جوړېدو پرمهال د امريکايانو له خوا د موقت وخت لپاره جوړ شوى و، خو تر اوسه خلک ترې ګټه پورته کوي.
په دې اړه د کجکي اوسېدونکي رفيع الله پژواک ته وويل چې که دغه پول ونړېږي، نو د ملکي خلکو ترڅنګ امنيتي ځواکونه به هم له ستونزو سره مخ کړي.
هغه وايي: (( دا يواځنى پول دى چې د دې سيمې خلک له مرکز لښکرګاه سره نښلوي، خو اوس د نړېدو په حال کې دى چې بايد جوړ شي.))
دغه راز په دې سيمه کې د عامه ساتنې يو تن سرتېري د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل: (( کله چې موږ خپل موټر پر دې پول تېرو، دومره ښوريږي چې هره لحظه يې د غورځېدو امکان شته دى، نو ځکه موږ د تېرېدو پرمهال يواځې يوه موټر ته اجازه ورکوو.))
په دې اړه د هلمند د فوايد عامې رييس اهل الله عبيدي پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې دوى د شپږ پلونو د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، تر اوسه د لښکرګاه، ګرشک او ارغنداب پلونو غوښتنې منظورې شوي او د سروې چارې يې هم بشپړې شوې دي.
نوموړي د کجکي پله په اړه وويل: (( په راتلونکو مياشتو کې به يې سروې بشپړه شي او د کليوالي لارو د جوړېدو اداره به ورته بوديجه منظوره کړي.))
د عبيدي په وينا، دغه پول شاوخوا ١٧٠ متره اوږدولى لري چې شپږ لسيزې وړاندې په ښه مهارت سره جوړ شوى او اوس هم د استفادې وړ دى، خو د نړېدو وېره يې شته دى.
د دې پول په اړه د هلمند والي محمد ياسين خان پژواک ته وويل چې د کجکي پول جوړول يې په کاري لومړيتوبونو کې دى.
د هغه وينا، دغه پول ځکه مهم دى چې شمالي هلمند له مرکز لښکرګاه سره او همدارنګه اروزګان او دايکنډي ولايتونه له هلمند سره نښلوي.
والي وايي چې د دې پول د جوړېدو موضوع به ډېر ژر له اړوندو ادارو سره شريکه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن