بغلان-پل علم(پژ واک،٢١زمرى٩٧): بغلان او لوګر ولايتونو کې د افغان ځواکونو د عملياتو پرمهال نهه طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
د بغلان امنیه قوماندان مل پاسوال اکرام الدین سریع د زمري په ۲۱ مه د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې افغان او بهرنيو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د پلخمري په ډنډغوري سیمه کې شپني عملیات کړي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي، څلور ټپيان دي او درې ژوندي نيول شوي دي.
د قوماندان د معلوماتو له مخې، په نيول شويو کې د طالبانو مشهور قوماندان ملا مفتي او ټپيانو کې د طالبانو د سرې قطعې مرستيال صلاح الدين شامل دي.
خو بل لورته د بغلان د ولايتي شورا رييس صفدر محسني پژواک ته وويل چې له شپنيو عملياتو څخه دوى خوښ نه دي.
هغه وايي: (( يو خو دا عمليات په همغږۍ نه ترسره کېږي، بل لګښت ډېر لوړ وي، تر لسو ډېر جنګي الوتکې په کې کارول کيږي، خو په پايله کې يا درې طالبان نيول شوي وي او يا هم دوه وژل شوي وي، نو ځکه ښې لاسته راوړنې نه لري او موږ ترې راضي نه يو.))
محسني وړانديز وکړ چې د شپنيو عملياتو پرځاى دې د ورځې له مخې دوامداره عمليات ترسره شي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په لوګر کې هم طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د مرکز اړوند د پورک او دادوخېلو په سيمو کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن