غزني ښار(پژواک،٢١زمرى٩٧): د تندر قول اردو چارواکي وايي چې غزني ته يو شمېر تازه دمي ځواکونه رسېدلي، خو د ښار په څنډو کې اوس هم جګړه روانه ده او بل لورته يو شمېر سرچينې وايي چې طالبانو غزني کې د ټاکنو کمېسيون دفتر ته اور اچولى دى.
د تېرې جمعې په شپه وسله والو طالبانو له څو لورو پر غزني ښار ډله ييز بريدونه پيل کړي چې له امله يې د ملکي کسانو په ګډون ښکېلو لورو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست محمد فاروق د زمري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د چاڼيزو عملياتو په موخه يو شمېر ځواکونه پرون غزني ته رسېدلي او نور ځواکونه اوس پر لاره دي.
ده زياته کړه چې د غزني په جګړه کې تر اوسه ١١٠ طالبان وژل شوي او ٥٠ نور ټپيان دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه جګړه کې ملکي خلکو او امنيتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
محمد فاروق وويل چې د غزني زندان، د ملي امنيت رياست، امنيه قومانداني د ولايت مقام او نورو مهم دولتي دفترونه د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې دي.
بل لورته غزني کې يوې حکومتي سرچينې پژواک ته وويل چې طالبانو په دغه ولايت کې د ټاکنو کمېسيون دفتر ته اور اچولى دى.
هغه په دې اړه نور جزئيات ور نه کړل.
خو بل لورته د غزني د ټاکنو کمېسيون رييس ظاهر اکبري رسنيو ته ويلي چې طالبانو د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون دفتر ته نن سهار اور اچولى دى.
دا په داسې حال کې ده چې د يادې جګړې له امله د جمعې ورځې له مازيګره غزني کې مخابراتي شبکې کار نه کوي چې له امله يې خلک نه شي کولى له خپلو کورنيو او دوستانو سره اړيکې ټينګې کړي.
بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه وايي چې طالبانو د غزني ډېر شمېر ولسوالۍ نيولي او په ښار کې اوس هم جګړه روانه ده.
هغه وايي چې په دغه جګړه کې تر اوسه ګڼ شمېر حکومتي سرتېري وژل شوي او د پوځي وسايطو ترڅنګ يو شمېر وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن