د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سولې شورا: افغان حکومت د ازبکستان او طالبانو له خبرو اترو خبر و

سولې شورا: افغان حکومت د ازبکستان او طالبانو له خبرو اترو خبر و

Aug 12, 2018 - 18:35

کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٧) : د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې حکومت او دوى د وسله والو طالبانو او  ازبکستان ترمنځ د خبرو اترو له جريان څخه خبر وو.

د ازبکستان او د طالبانو له خوا په خپرو شويو بېلابېلو خبرپاڼو کې راغلي چې د طالبانو د قطر دفتر يوه پلاوي تېره اوونۍ ازبکستان ته سفر درلود او په تاشکند کې يې د ازبکستان د بهرنيو چارو د وزير په ګډون يو شمېر چارواکو سره يې ليدلي دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ليدنو کې دامنيت، سولې او د ازبکستان له خوا په افغانستان کې د بيارغونې او اقتصادي پروژو خبرې کړې دي.

د سولې عالي شورا وياند سيداحسان طاهري پژواک  ته وويل چې د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا د دې خبرو اترو په اړه  په جريان کې وو.

هغه زياته کړه، د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير څو ورځې مخکې کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه افغان چارواکو ته معلومات ورکړي وو.

نوموړي وويل، څو مياشتې مخکې د تاشکند د کنفرانس پر مهال دازبکستان ولسمشر وړانديز کړى و چې هېواد يې غواړي دافغان سولې خبرو اترو کوربه وي.

طاهري وايي، ولسمشر اشرف غني د ازبکستان ولسمشر او د نورو هېوادونو مشرانو ته ويلي چې د افغان سولې لپاره  د هغوى هر ډول همکاريو ته هرکلى وايي.

د سولې عالي شورا وياند زياته کړه چې ازبکستان هم د سولې لپاره د اسانتيا او درېيمګړي رول ترسره کوي، چې دوى يې هرکلى کوي.

د هغه په وينا، د سولې پروسه د افغانانو په مالکيت او مشرۍ ترسره کېږي او نور يواځې د اسانتيا په برابرولو کې مرسته او همکاري کوي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement