د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

فوزیه کوفي: بې عدالتي او ظلم نه منم

فوزیه کوفي: بې عدالتي او ظلم نه منم

Aug 12, 2018 - 18:09

کابل (پژواک، ۲۱زمری ۹۷): فوزیه کوفي د ولسي جرګې له نوملړڅخه د خپل نوم لرې کولو په اړه د نړیوالې کمېټې څخه د څېړنې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې نوم یې په حکومت کې د فردمحوري پروګرامونو په وړاندې د غږ پورته کولو له امله حذف شوی دی.

د ټاکنیزوشکایتونو کمېسیون، د فوزیې کوفي په ګډون ولسي جرګې ته  ۳۵ احتمالي نوماندان، د نوماندي شرایطو لپاره برابر نه دي ګڼلي.

فوزیه کوفي دامهال په ولسي جرګې کې د بدخشان د خلکو استازې د دې پرېکړې په غبرګون کې نن په یوه خبري غونډه کې چې یوشمېر پلویان یې هم په کې حاضر وو، وویل چې د نوماندې په توګه د غیرقانوني وسله والو ډلو قوماندان او یا غړیتوب په اړه د څېړنې ځانګړي کمېسیون هغه ته ویلي و چې د نوموړې نوم یې له دې امله له نوملړڅخه حذف کړی چې د بدخشان کوف اب ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو ویلي چې هغه (فوزیه کوفي) شپاړس غیرمسوول کسان لري.

د نوموړ ې په وینا، دا په داسې حال کې ده چې هغه هېڅ غیرمسوول وسله وال کس نه لري، شپاړس کسان یې چې د غیرمسوولو وسله والو په توګه یاد کړي، د پوهنې وزارت کارمندان دي او کوموکسانو چې شکایت کړی هغوی هم د کوف اب اوسېدونکي نه دي.

نوموړې زیاته کړه چې هغې د استېناف غوښتنه وکړه او په پایله کې کمېسیون د نوموړې پر وړاندې شکایت مردود وباله.

هغې وویل: (( سربېره له دې چې ځانګړي کمېسیون زما پروړاندې شکایت رد کړی؛ خو د شپې ۲ بجې له ارګ څخه اړیکه نیول کېږي څو مېرمن کوفي حذف شي.))

نوموړې ادعا وکړه چې نوم یې له دې امله د نوماندانو له نوملړڅخه لرې شوی چې تېرو څلوروکلونوکې د حکومت فرد محوري پروګرامونو پر وړاندې خنډ وه او په نړیوالو دریځونوکې یې د افغان حکومت پرضد خپل غږ پورته کړی دی.

د نوموړې په خبره، د ملي یووالي حکومت مشران د خلکو رایو پر بنسټ واک ته نه دي رسېدلي، (( مشروعیت یې د امریکا بهرنیوچارو له وزیرڅخه ترلاسه کړی)) او نه غواړي چې په نړیوالو دریځونوکې څوک د هغوی پرضد غږ پورته کړي.

کوفي وویل : (( نه غواړم چې د پیسو ورکولو اوفساد له لارې پارلمان ته لاړه شم، کمېسیون کې راڅخه د پیسو غوښتنه وشوه، خو ما و نه منله.))

هغې زیاته کړه چا چې ترې د پیسوغوښتنه کړې غږ یې ثبت کړی ، دا غږ به د اړیکې له شمېرې سره عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري څو وڅېړل شي.

نوموړې له (( نړیوال او بې پرې کمېسیون)) څخه غوښتنه کړې چې له نوملړڅخه د هغې د نوم لرې کولو په اړه څېړنه وکړي، زیاته یې کړه: (( زه په دې خاطر له نړیوالې کمېټې څخه د دې موضوع د څېړنې غوښتنه کوم، ځکه په ملي کچه هرڅه د یو دیکتاتورپه لاس کې دي، که ثبوت شي چې ما سره د حکومت له ثبت پرته یو میل تومانچه شتون لري، زه له خپل ولس څخه بښنه غواړم او د سیاست له ډګرڅخه وځم.))

د دې حذف شوې نوماندې په وینا، که دا قضیه د نړیوال کمېسیون له لوري و نه څېړل شي، په راتلونکې کې به د بېلابېلو دلایلو له امله د نورو نوماندانو مخه ونیول شي؛ څو د حکومت د خوښې نوماندان ولسي جرګې ته لار ومومي.

هغې وویل: (( بې عدالتي او ظلم نه منم او هېڅکله حاضره نه یم چې د ارګ کړیو په ځانګړې توګه لومړۍ مېرمنې ته سرټیټ کړم؛ له دې ناستې وروسته به خلک کابل او بدخشان کې تصمیم ونیسي او هره پرېکړه یې چې وکړه موږ ته د منلو وړ ده.))

کوفي د خپل ورور په اړه د خپروشوو ګونګوسو په تړاو وویل: (( ورور مې نه دی نیول شوی، کله چې د ملي دفاع وزارت له لوري دا موضوع رسنیزه شوه، ورورمې له هېواد څخه بهر د خپلې ژوبلې پښې درملنې لپاره تللی دی او له یو نیم کال راهیسې کومه دولتي دنده نه لري؛ خو دا چې حکومت له وړاندې زما د نوم لرې کولو تصمیم درلود، له مخکې یې اوازې خورې کړي څو زه راتلونکې کې خپل غږ پورته نه شم کړای.))

نوموړې زیاته کړه، که په ټاکنو کې د حکومت د لاسوهنو مخنیوی و نه شي او د ځینو حذف شوو نوماندانو قضیه په سمه توګه و نه څېړل شي، د تلې ۲۸مې ټاکنې به د تېرو ټاکنو په څېر له کړکیچ سره مخ شي.

له کابل څخه د کوچیانو استازي ملاتره خېل محمدي او ضیا الحق امرخېل او له کندوزڅخه ډاکټراسدالله ایوب د ۳۵حذف شوو نوماندانو په کتارکې دي، هغوی هم د ټاکنیزو شکایتونوکمېسیون پر پرېکړې اعتراض کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ، د ولسي جرګې له نهایي نوملړڅخه د ۳۵ احتمالي نوماندانو لرې کولو په تړاو د ټاکنیزوشکایتونو کمېسیون پرېکړې په غبرګون کې ویلي دي چې د قانون له مخې د ټاکنیزو کمېسیونونو خپلواکۍ ته درناوی لري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement