ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د لسو پروژو چارې پيل شوې

په ننګرهار کې د لسو پروژو چارې پيل شوې

author avatar
12 Aug 2018 - 15:04
په ننګرهار کې د لسو پروژو چارې پيل شوې
author avatar
12 Aug 2018 - 15:04

جلال اباد (پژواک،  ٢١ زمری ۹۷): ننګرهار کې د ولسي تړون د پروګرام له لارې د ۶۳ ميليونه افغانيو په لګښت د رغونې لسو پروژو چارې پيل شوې، چې د جلال اباد ښار زرګونه خلکو ته به يې ګټه ورسېږي.

د چارواکو په وينا، په دغو پروژو کې ۱۵ ميليونه افغانۍ يې د ولس ونډه ده، چې سړکونه، ويالې او پلې لارې به پرې ورغول شي.

د دغو پروژو پرانېسته د زمري په ٢١مه د جلال اباد ښار درېيمه ناحيه کې د والي، ولايتي چارواکو او ځايي اوسېدونکو له لوري وشوه.

د ننګرهار والي حيات الله حيات د پروژو د چارو د پيل په مراسمو کې وويل چې يادې پروژې د ولسي تړون برنامې تر چتر لاندې د ځايي خلکو د ۱۵ ميليونه افغانيو په ونډه اخيستنې د ۶۳ ميليونه افغانيو په لګښت ترسره کېږي.

دی وايي، په پروژو کې د سړکونو، ويالو، پلو لارو، پلچکونو او يو شمېر نورو برخو رغول شامل دي چې د جلال اباد ښار اړوند د درېيمې او پنځمې ناحيې زرګونه خلکو ته به يې ګټه ورسېږي.

والي زياته کړه، د دغو پروژو ارزښت په دې کې دی چې ولسي ونډه په کې ده، هغوی يې د کارونو څارنه کوي او وروسته به يې ساتنه هم د همدوی پر غاړه وي.

د جلال اباد ښاروال رياض الله درمل وويل چې په دغو پروژو کې د دواړو ناحيو اړوند د ۶ نيم کيلومتره سړکونو، دوه نيم کيلو متره ويالو، درې نيم کيلو متره پلې لارو او دغه راز د يو شمېر پلچکونو جوړول هم شامل دي.

دی وايي، د دغو پروژو د ترسره کولو چارې لسو ولسي شوراګانو ته وسپارل شوې، چې د هغو شوراګانو پرانېسته يې هم نن وکړه.

نوموړي زياته کړه: ((د دغو پروژو يو ښه والی دا دی چې ولس ترې خپله نظارت کوي، مالي حسابونه يې له ولس سره دي، پروژه تر هغه وخته مخته نه ځي، چې ولس رضايت څرګند نه کړي.))

په ورته وخت کې د سيمې د خلکو په استازيتوب د درېيمې ناحيې د ولسي شوراګانو د اتحاديې رييس مير احمد دراني وويل  چې دا پروژې د ولس په خوښه دي او دوی به يې نظارت کوي.

هغه زياته کړه، په پروژه کې ټول شامل کارونه هغه څه دي چې ولس يې تل د رغولو غوښتنه کړې او بېلابېلو اداراتو ته عارض شوي دي؛ نو ځکه يې ګټه د ټولو خلکو لپاره ده.

د يادولو ده چې د ولسي تړون برنامه د ولسمشر اشرف غني د طرحو له مخې رامنځته شوې او موخه يې هم کليو او ښارونو کې د خلکو د غوښتنو او اړتياوو  مطابق د کارونو ترسره کول دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.