د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کجکي کې د هلمند سيند پر سر جوړ شوى مهم پول د نړېدو له ګواښ سره مخ دى

کجکي کې د هلمند سيند پر سر جوړ شوى مهم پول د نړېدو له ګواښ سره مخ دى

Aug 12, 2018 - 14:38

لښکرګاه(پژواک،٢١زمری۹۷):  کجکي ولسوالۍ کې د هلمند د سيند پر سر جوړ شوى د لرګو پول چې د اروزګان او دايکنډي ولايتونو ترڅنګ شمالي هلمند له مرکز لښکرګاه سره نښلوي، د نړېدو په حال کې دى.

د هلمند د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې دغه پول ٦٠ کاله وړاندې د کجکي برېښنا بند د جوړېدو پرمهال د امريکايانو له خوا د موقت وخت لپاره جوړ شوى و، خو تر اوسه خلک ترې ګټه پورته کوي.

په دې اړه د کجکي اوسېدونکي رفيع الله پژواک ته وويل چې که دغه پول ونړېږي، نو د ملکي خلکو ترڅنګ امنيتي ځواکونه به هم له ستونزو سره مخ کړي.

هغه وايي: (( دا يواځنى پول دى چې د دې سيمې خلک له مرکز لښکرګاه سره نښلوي، خو اوس د نړېدو په حال کې دى چې بايد جوړ شي.))

دغه راز په دې سيمه کې د عامه ساتنې يو تن سرتېري د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل: (( کله چې موږ خپل موټر پر دې پول تېرو، دومره ښوريږي چې هره لحظه يې د غورځېدو امکان شته دى، نو ځکه موږ د تېرېدو پرمهال يواځې يوه موټر ته اجازه ورکوو.))

په دې اړه د هلمند د فوايد عامې رييس اهل الله عبيدي پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې دوى د شپږ پلونو د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، تر اوسه د لښکرګاه، ګرشک او ارغنداب پلونو غوښتنې منظورې شوي او د سروې چارې يې هم بشپړې شوې دي.

نوموړي د کجکي پله په اړه وويل: (( په راتلونکو مياشتو کې به يې سروې بشپړه شي او د کليوالي لارو د جوړېدو اداره به ورته بوديجه منظوره کړي.))

د عبيدي په وينا، دغه پول شاوخوا ١٧٠ متره اوږدولى لري چې شپږ لسيزې وړاندې په ښه مهارت سره جوړ شوى او اوس هم د استفادې وړ دى، خو د نړېدو وېره يې شته دى.

د دې پول په اړه د هلمند والي محمد ياسين خان پژواک ته وويل چې د کجکي پول جوړول يې په کاري لومړيتوبونو کې دى.

د هغه وينا، دغه پول ځکه مهم دى چې شمالي هلمند له مرکز لښکرګاه سره او همدارنګه اروزګان او دايکنډي ولايتونه له هلمند سره نښلوي.

والي وايي چې د دې پول د جوړېدو موضوع به ډېر ژر له اړوندو ادارو سره شريکه کړي.

د يادونې ده چې کجکي د هلمند له ناامنو ولسواليو څخه ده چې يواځې د برېښنا بند سيمه يې له حکومت سره او پاتې نورې سيمې د طالبانو په واک  کې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement