کابل (پژواک، ۲۱زمری ۹۷): فوزیه کوفي د ولسي جرګې له نوملړڅخه د خپل نوم لرې کولو په اړه د نړیوالې کمېټې څخه د څېړنې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې نوم یې په حکومت کې د فردمحوري پروګرامونو په وړاندې د غږ پورته کولو له امله حذف شوی دی.
د ټاکنیزوشکایتونو کمېسیون، د فوزیې کوفي په ګډون ولسي جرګې ته ۳۵ احتمالي نوماندان، د نوماندي شرایطو لپاره برابر نه دي ګڼلي.
فوزیه کوفي دامهال په ولسي جرګې کې د بدخشان د خلکو استازې د دې پرېکړې په غبرګون کې نن په یوه خبري غونډه کې چې یوشمېر پلویان یې هم په کې حاضر وو، وویل چې د نوماندې په توګه د غیرقانوني وسله والو ډلو قوماندان او یا غړیتوب په اړه د څېړنې ځانګړي کمېسیون هغه ته ویلي و چې د نوموړې نوم یې له دې امله له نوملړڅخه حذف کړی چې د بدخشان کوف اب ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو ویلي چې هغه (فوزیه کوفي) شپاړس غیرمسوول کسان لري.
د نوموړ ې په وینا، دا په داسې حال کې ده چې هغه هېڅ غیرمسوول وسله وال کس نه لري، شپاړس کسان یې چې د غیرمسوولو وسله والو په توګه یاد کړي، د پوهنې وزارت کارمندان دي او کوموکسانو چې شکایت کړی هغوی هم د کوف اب اوسېدونکي نه دي.
نوموړې زیاته کړه چې هغې د استېناف غوښتنه وکړه او په پایله کې کمېسیون د نوموړې پر وړاندې شکایت مردود وباله.
هغې وویل: (( سربېره له دې چې ځانګړي کمېسیون زما پروړاندې شکایت رد کړی؛ خو د شپې ۲ بجې له ارګ څخه اړیکه نیول کېږي څو مېرمن کوفي حذف شي.))
نوموړې ادعا وکړه چې نوم یې له دې امله د نوماندانو له نوملړڅخه لرې شوی چې تېرو څلوروکلونوکې د حکومت فرد محوري پروګرامونو پر وړاندې خنډ وه او په نړیوالو دریځونوکې یې د افغان حکومت پرضد خپل غږ پورته کړی دی.
د نوموړې په خبره، د ملي یووالي حکومت مشران د خلکو رایو پر بنسټ واک ته نه دي رسېدلي، (( مشروعیت یې د امریکا بهرنیوچارو له وزیرڅخه ترلاسه کړی)) او نه غواړي چې په نړیوالو دریځونوکې څوک د هغوی پرضد غږ پورته کړي.
کوفي وویل : (( نه غواړم چې د پیسو ورکولو اوفساد له لارې پارلمان ته لاړه شم، کمېسیون کې راڅخه د پیسو غوښتنه وشوه، خو ما و نه منله.))
هغې زیاته کړه چا چې ترې د پیسوغوښتنه کړې غږ یې ثبت کړی ، دا غږ به د اړیکې له شمېرې سره عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري څو وڅېړل شي.
نوموړې له (( نړیوال او بې پرې کمېسیون)) څخه غوښتنه کړې چې له نوملړڅخه د هغې د نوم لرې کولو په اړه څېړنه وکړي، زیاته یې کړه: (( زه په دې خاطر له نړیوالې کمېټې څخه د دې موضوع د څېړنې غوښتنه کوم، ځکه په ملي کچه هرڅه د یو دیکتاتورپه لاس کې دي، که ثبوت شي چې ما سره د حکومت له ثبت پرته یو میل تومانچه شتون لري، زه له خپل ولس څخه بښنه غواړم او د سیاست له ډګرڅخه وځم.))
د دې حذف شوې نوماندې په وینا، که دا قضیه د نړیوال کمېسیون له لوري و نه څېړل شي، په راتلونکې کې به د بېلابېلو دلایلو له امله د نورو نوماندانو مخه ونیول شي؛ څو د حکومت د خوښې نوماندان ولسي جرګې ته لار ومومي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن