کندهار ښاروالۍ د دغه ښار د عوایدو د زیاتوالي په موخه د صفايۍ د فېس د ټولولو د تعرفې وېش پیل کړ. “ښار د ټولو لپاره” پروګرام د صفايۍ د پیسو د محاسبې، تعرفې د تیارولو وېش په برخه کې له ښاروالیو سره مرسته کوي، ترڅو هغوی په رسمي او غیر رسمي ښاري سیمو کې تعرفه و وېشي او عواید راټول کړي. د افغانستان د حکومت “د ښار د ټولو لپاره” پروګرام، چې د ملګرو ملتونو د بشر د مېشت کېدنې له لوري يې تخنیکي ملاتړ کېږي د افغانستان په ۱۲ ښارونو کې له ښاروالیو سره مرسته کوي، چې د اتومات سیستم له لارې تعرفه محاسبه او چاپ کړي او همدارنګه د عوایدو د کارکوونکو له لوري کور په کور و وېشل شي.
په روانه اونۍ کې، د کندهار د لومړۍ ناحیې رییس په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو د بشر د مېشت کېدنې ادارې د ولایتي مشر، نادرشاه زغم، د ملګرو ملتونو د بشر د مېشت کېدنې ادارې د اړیکو د مشر، کواسي بولعیش او په کندهار کې د “ښار د ټولو لپاره” پروګرام مسوول محب الله معتصم په حضور کې د صفايۍ د تعرفې وېش پیل کړ.
د صفايۍ د تعرفې په وېش سره کندهار هم له کابل، جلال آباد، بامیانو او نورو ښارونو سره د ځايي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره کار پیل کړ. د صفايۍ د تعرفې وېش د هغې سروې پر بنست کېږي، چې د “ښار د ټولو لپاره” پروګرام له لارې په دغو ښارونو کې تر سره شوې ده. په دې ډله کې په کندهار کې ۲۴۰۰۰ ملکیتونه سروې شوي دي. د صفايۍ له لارې را ټول شوي عواید به د مشترک ښاري پلان جوړونې له لارې د ښاري خدمتونو د لا ښه والي لپاره ولګول شي. د مربوطه قوانینو جوړول، پلان جوړول او د مالي سیستم پیاوړي کول، چې درې پیاوړې او یو له بل سره تړلې برخې دي، د نوې ښاري اجنډا له پایلو څخه یوه ده، نوې ښاري اجنډا؛ پایداره پرمختیايي موخو (SDG11) او پایدارې ښارې کېدنې ته د رسېدو لاره ده.
د پلان او اقتصادي پرمختګ تر منځ تړاو را منځته کول؛ د “ښار د ټولو لپاره” پروګرام، چې د امریکا د متحده ایالتونو د پرمختیايي ادارې او اورپايي ټولنې له لوري يې مالي ملاتړ کېږي، یوه اړینه برخه ده. د ملګرو ملتونو د بشر مېشت کېدنې اداره، افغان ښاروالیو ته د پایدار حکومتي سیستم د را منځته کولو په برخه کې د دغو اغېزناکو ګامونو د اخیستو مبارکي وايي.
Visits: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن