تالقان (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٧): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې په دشت کلا ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله ١٢ سرحدي پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د زمري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه يوه نيمه بجه وسله والو طالبانو د دشت کلا ولسوالۍ اړوند په بندر اى خانم باندې ډله ييز بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې ١٢ سرحدي پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
اسير زياتوي چې د طالبانو بريد پر شا تمبول شوى او هغوى ته مرګ ژوبله هم اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه بريد تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د اى خانم پر بندر بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې ١٨ پوليس وژل شوي، ١٠ ټپيان شوي او يو شمېر وسلې او مهمات د طالبانو لاسته ورغلي دي.
د يادونې ده، تر دې وړاندې هم وسله والو طالبانو څلور ځلې پر اى خانم بندر ډله ييز بريدونه کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن