ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه اوسېدونکي له نا امنيو شکايت کوي

author avatar
13 Aug 2018 - 14:30
author avatar
13 Aug 2018 - 14:30

فراه (پژواک، ٢٢ زمری ٩٧): د فراه یو شمېر اوسېدونکي په دغه ښار کې د نا امنۍ له زیاتېدو شکایت کوي او وايي،  حکومت د فراه ښار د امنیت ساتنې ته پاملرنه نه کوي.

د یاد ولایت د مرکز اوسېدونکی ۲۸ کلن عبدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، د فراه اوسېدونکي له نا امنۍ په تنګ شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، په ښار کې د نظاميانو پر وژنو سربېره شاوخوا هره ورځ د فراه ښار د درېیمې، څلورمې او پنځمې امنیتي حوزو اړوند پر امنیتي پوستو د دولت وسله وال مخالفین بریدونه کوي.

عبدالله وویل، کور مو د امنیې قوماندانۍ په څو سوه مترۍ کې موقعیت لري او هره شپه د ښار له څنډو د ډزو اوازونه اورېدل کېږي.

دغه راز نوموړي وویل، په فراه ښار کې د تېر په پرتله جنايي جرمونه زیات شوي دي.

د دغه ولایت د درېیمې ناحیې اوسېدونکی او د یوې داخلي موسسې ملکي کارکوونکی محراب الدين هم د فراه له امنیتي وضعیت څخه اندېښنه ښکاره کوي.

هغه زیاته کړه: ((باور وکړئ کله چې کاري دفتر ته ځم، کور ته د بیا راتلو هیله نه لرم؛ ځکه وژنې او تښتونې ډېرې شوې دي.))

په همدې حال کې د فراه د ولایتي شورا غړی او سرپرست دادالله قانع د دغه ښار امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

هغه وویل، د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې په دغه ولایت کې پر امنیتي پوستو د دولت د مخالفو وسله والو له بریدونو برسېره په فراه کې له ۳۳ ډېر نظامیان ترور شوي او په تړاو یې هېڅوک نه دي نیول شوي.

یادو درې واړو کسانو د فراه ولایت امنیتي چارواکي په رهبري کمزورتیا او تر څنګ يې مرکزي دولت فراه ښار ته په نه پاملرنه تورن کړ.

د فراه والي عبدالبصير سالنګي د دولت د مخالفو وسله والو د حرکتونو زیاتېدل مني او په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د مهماتو کموالی یې لامل بولي.

هغه وویل، طالبان له هلمند، غور او بادغېس ولایتونو فراه ته راغلي دي؛ ځکه په هغه ولایتونو کې تر فشار لاندې راغلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.