ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې ٤٠زره پر شرايطو برابر نجونې له زده کړو پاتې دي

لوګر کې ٤٠زره پر شرايطو برابر نجونې له زده کړو پاتې دي

author avatar
13 Aug 2018 - 15:28
لوګر کې ٤٠زره پر شرايطو برابر نجونې له زده کړو پاتې دي
author avatar
13 Aug 2018 - 15:28

پل علم (پژواک، ۲٢ زمری ۹۷): د لوګر د پوهنې رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د امنيتي او کلتوري ستونزو له امله زرګونو نجونو ته د کورنيو له خوا ښوونځي ته د تلو اجازه نه ورکوي.

د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب د زمري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو  ١٥ کلونو کې په دغه ولايت کې د پوهنې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

خو هغه وايي: ((له دې سره- سره بيا هم په کليو او بانډو کې کورنۍ خپلو لوڼو ته د کلتوري او امنيتي ستونزو له امله ښوونځي ته د تګ اجازه نه ورکوي.))

د ده د معلوماتو له مخې، سره له دې چې په کليو او بانډو کې د نجونو لپاره ځانګړي ښوونځي جوړ شوي او ښځينه ښوونکې ورته ګومارل شوي، خو بيا هم ٤٠ زره نجونو ته کورنۍ يې د يادو ستونزو له امله د زده کړو کولو اجازه نه ورکوي.

دى زياتوي: ((ډېرې کورنۍ دي چې ښوونځي ته د نجونو تګ شرم ګڼي او يا هم ځينې کورنۍ دي چې د امنيتي مشکلاتو له امله نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي چې د نجونو د ښوونځيو د امنيت د خونديتوب لپاره موږ له امنيتي ارګانونو سره هم خبرې کړې دي.))

د نوموړي په وينا، د پوهنې رياست د يادې ستونزې د حل لپاره له ديني عالمانو، قومي مشرانو او مدني فعالانو سره خبرې کړي او په دې برخه کې يې د عامه پوهاوي پروګرامونه هم ترسره کړي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د محمداغې ولسوالۍ د سرخاب سيمې اوسېدونکې کاملې پژواک ته وويل چې خاوند يې لوڼو ته له کور څخه بهر د زده کړو ترلاسه کولو اجازه نه ورکوي.

دې زياته کړه: ((دلته زموږ په ځاى کې د نجونو جدا مکتب هم شته دى، خو زما درې لوڼې په کور کې دي او مکتب ته يې پلار نه پرېږدي او وايي چې زه د خلکو خبرې په سر نه شم اخيستلاى او دا کار شرم دى.))

دغه راز د خروار ولسوالۍ د خواجه اسماعيل سيمې قومي مشر ناصر احمدزي پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې نه د نجونو ښوونځى شته او نه هم د امنيتي ستونزو له امله خلک خپلو لوڼو ته د زده کړو اجازه ورکوي.

هغه وایي: ((د خروار خلک پښتانه دي، دلته د مکتب او يا هم په کوم بل نوم له کوره د ښځې وتل شرم دي، د دې ولسوالۍ ٩٩ فيصده ښځې بې سواده دي.))

همدارنګه د مرکز اړوند د پورک سيمې اوسېدونکې ١٥ کلنې عاصمې پژواک ته وويل چې د دوى په سيمه کې زرګونه نجونو ته کورنۍ يې د زده کړو اجازه نه ورکوي.

هغې وويل: ((زه له ليک او لوست سره ډېره مينه لرم، غواړم درس و وايم، خو مشران موږ ته اجازه نه راکوي.))

د عاصمې په خبره، که کورنۍ اجازه ورکړي، اوس هم چمتو ده چې له لومړي ښوونځي څخه زده کړې پيل کړي.

د دغه ولايت له شاوخوا سلو اوسېدونکو سره پژواک خبرې وکړې او ټولو د نجونو د زده کړو پر وړاندې يادې ستونزې يادې کړې.

په دې اړه د لوګر د ښځو چارو رييسې شيما زرګر وويل، کلتورو ستونزې د دې لامل شوې چې په دغه ولايت کې زرګونه نجونې له زده کړو پاتې شي او د دې بدې پديدې قرباني شي.

هغې زياته کړه: ((که څه هم د دغه ولایت ډېری خلک سواد لري او له تمدن سره اشنا دي، خو په لرو پرتو کلیو کې نارینه نه غواړي خپلې لوڼې او ښځې ښوونځي ته ولېږي، ځکه هلته اوس هم د قانون پر ځای کلتور او رواج حاکمیت لري.))

د زرګر په وينا، د ښځو چارو رياست د يادې ستونزې د حل لپاره تر اوسه څو ځلې د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي او دې لړۍ ته ادامه ورکوي.

همدارنګه د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل وايي، په دې کې شک نشته چې په دغه ولايت کې ډېرې نجونې له زده کړو پاتې دي.

ده وويل: ((ځينې کورنۍ خپلو لوڼو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي او په ځينو سيمو کې بيا نا امني د دې لامل شوې چې نجونې ښوونځي ته لاړې نه شي، نو په دغه ولايت کې نجونو ته د زده کړو حق نه ورکول کېږي او له زده کړو څخه محرومې دي.))

وکيل په لوګر او ټول هېواد کې سوکالي او پرمختګ په زده کړو پورې تړلي بولي او وايي: ((دا مسئله بايد عادي ونه نيول شي، ټول بايد په ګډه د دې ستونزې حل ته لاس په کار شو.))

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي پژواک ته وويل چې سيمه ييز چارواکي د يادې ستونزې د حل لپاره پوره هلې ځلې کوي.

ده وويل: ((پرون هم والي صاحب د مدني ټولنې له غړو سره خبرې وکړې، څو په دغه ولايت کې ناوړه رواجونه له منځه ولاړ شي او کورنۍ خپلو نجونو ته د زده کړو کولو اجازه ورکړي.))

د هغه په خبره، هر هغه څوک چې نجونې له زده کړو څخه منع کوي، د خداى (ج) او د هېواد پر وړاندې مسوول دي او دغه کار يې جرم ګڼل کېږي.

د يادونې ده، په لوګر کې دا مهال ١٥٠زره کسان زده کړې کوي چې له دې شمېرې څخه شاوخوا ٤٠ زره يې نجونې دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.