مزارشريف (پژواک، ۲۲ زمری ۹۷): د بلخ په شولګر ولسوالۍ کې د مزار- دره صوف پر لويه لار د ترافيکې پېښې له امله اووه کسان وژل شوي دي.
د شولګر د امنيې قوماندانۍ سرپرست عصمت الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې پېښه نن سهار د شولګر ولسوالۍ په خيراباد سيمه کې د يوه کرولا او کاماز موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې ياد کرولا موټر د سمنګان ولايت له دره صوف ولسوالۍ څخه د مزارشريف ښار پر لور روان وو چې ترافيکې حادثه يې کړې ده.
نوموړي وويل چې په دې ترافيکې پېښه کې مړه شوي ټول کسان د سمنګان ولايت د دره صوف ولسوالۍ اوسېدونکی دي.
د هغه په وينا، تر اوسه معلومه نه ده چې مړه شوي کسان په يوې کورنۍ پورې تړاو لري او که نه.
په ورته وخت کې د شولګر ولسوالۍ د ۲۰ بستريز روغتون مسوول سيد رسول سياف پور پژواک ته وويل چې له يادې ترافيکې پېښې ۷ جسدونه ور وړل شوي دي.
هغه زياته کړه چې په وژل شوو کې څلور نارينه، دوه ښځې او یو ماشوم شامل دي چې ځای پر ځای يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سياف پور زياتوي چې تر اوسه روغتون ته د وژل شوو کسانو خپلوان نه دي ورغلي چې معلومه کړي دغه خلک په څو کورنیو پورې تړاو لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن