ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي چارواکي: په غزني کې له څلور لوریو عملیات پیل شوي

امنیتي چارواکي: په غزني کې له څلور لوریو عملیات پیل شوي

author avatar
13 Aug 2018 - 18:39
امنیتي چارواکي: په غزني کې له څلور لوریو عملیات پیل شوي
author avatar
13 Aug 2018 - 18:39

کابل (پژواک، ٢٢ زمری ٩٧): امنیتي چارواکي په غزني کې له څلورو لوریو د عملیاتو د پیلېدو خبر ورکوي او وايي، لومړني معلومات ښيي چې په دغه جګړه کې سل امنیتي ځواکونه او ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي دي.

دغه راز دوی ادعا لري چې په یاده جګړه کې د ۱۲ کلیدي کسانو په ګډون د دولت ۱۹۴ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۴۷ نور ټپیان دي.

وسله والو طالبانو د زمري په ۱۹ مه د غزني پر مرکز له څو لوریو برید وکړ.

نن تر غرمې مخکې د غزني لسګونه اوسېدونکو په کابل کې د لاریونونو په ترسره کولو ادعا وکړه چې حکومت د غزني د جکړې په تړاو بې تفاوته پاتې شوی. د دوی په خبره که ژر تر ژره ورته رسېدنه ونه شي په غزني ښار کې به ناورین رامنځته شي.

خو د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک نن له غرمې وروسته په کابل کې یوې ګډې خبري ناستې ته وویل، غزني ته د زرو اضافي امنیتي ځواکونو له لېږلو وروسته د یاد ښار وضعيت د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلى دی.

د ملي دفاع وزیر وویل، دولتي ځواکونو نن د غزني ښار په څلورو لوریو کې تصفیوي عملیات پیل کړل او تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو به د یاد ښار په امنیتي وضعیت کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته شي. 

دغه راز نوموړي وویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري ځينې نیمګړتیاوې ترسره شوې؛ خو زیاته یې کړه: (( سره له دې چې د ملي اردو او ملي پولیسو سرتېري ځوانان او نوي دي؛  خو له خپلې خاورې یې په مېړانه دفاع وکړه او د دښمن په مقابل کې ودرېدل.))

نوموړي زیاته کړه، په غزني کې د تېرې څلور ورځنۍ جګړې د مرګ ژوبلې کره شمېر په واک کې نه لري؛ خو لومړني معلومات ښيي چې شاوخوا سل امنیتي ځواکونه او له ۲۰ تر ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

همدارنګه نوموړي ادعا وکړه چې په دغه جګړه کې د ۱۲ کلیدي کسانو په ګډون  ۱۹۴ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۴۷ نور ټپیان دي.

ویس احمد برمک وویل، په دغې څلور ورځنۍ جګړه کې ۷۰ پولیس وژل شوي دي.

هغه هم وویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونو چاڼیز عملیات پیل کړي، لاسته راوړنې هم لري او غزني به ډېر ژر له وسله والو مخالفینو پاک کړي.

د هغه په خبره، د دولتي ځواکونو چاڼیز عملیات د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي او د استوګنې په کورونو کې د وسله والو مخالفینو د ځای پر ځای کېدو له امله په پڅ روان دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.