ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې اته سيمه ييز پوليس وژل شوي

د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې اته سيمه ييز پوليس وژل شوي

author avatar
13 Aug 2018 - 11:20
د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې اته سيمه ييز پوليس وژل شوي
author avatar
13 Aug 2018 - 11:20

مزارشريف (پژواک، ۲۲ زمری ۹۷): په بلخ کې سيمه ييز چارواکي وايي چې تېره شپه د دغه ولايت د چهاربولک ولسوالۍ د علي اباد کلي پر پوستې وسله والو طالبانو بريد کړی دی.

د چهاربولک د امنيې قوماندانۍ سرپرست محمدالدين د زمري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه یوه نيمه بجه وسله والو طالبانو د خپل يوه نفوذي کس په واسطه د علي اباد کلي د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد ترسره کړی.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې د يادې پوستې ۸ پوليس وژل شوي دي.

د چهاربولک د امنيې قوماندانۍ سرپرست زياتوي چې د امنيتي سرتېرو په ځوابي ډزو کې یو طالب وسله وال هم وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

نوموړي زياته کړه چې د پوستې يوه سيمه ييز پوليس له طالبانو سره لاس درلود او د شپې له تيارې په استفادې يې طالبان تر پوستې رسولي دي.

د پوليسو دغه چارواکی زياتوي چې ياد سيمه ييز د خوب په حالت کې د طالبانو له لوري وژل شوي دي.

د چهاربولک ولسوالۍ د علي ابادي کلي قومي مشر حاجي عيسی خان پژواک ته وويل، چې له تېرې نيمې شپې څخه نيولې تر نن سهاره يې په کلي کې جګړه روانه وه.

هغه هم وويل چې ۸ سيمه ييز پوليس د طالبانو له خوا وژل شوي دي.

دغه قومي مشر زياته کړه چې د يادې نښتې له امله عامو خلکو ته زيان نه دی اوښتی.

د بلخ امنيې قوماندانۍ هم د چهاربولک ولسوالۍ پېښه تاييدوي، خو د جزئياتو په اړه يې څه نه وايي.

د امنيت امر عبدالرزاق قادري له پژواک سره خبرو کې ومنله چې تېره شپه وسله والو د علي اباد کلي پر پوستې بريد کړی او مرګ ژوبله هم رامنځته شوې ده.

خو هغه وويل چې د تلفاتو په اړه کره جزئيات به وروسته له رسنيو سره شريک کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.