لومړى تعقيب- کابل (پژواک، ٢٢ زمری٩٧): د کابل پولیس وايي، یوه ځانمرګي چې غوښتل یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخې ته د لاریون کوونکو په منځ کې چاودنه وکړي، د پولیسو له خوا تر پېژندل کېدو وروسته ځان ته چاودنه ورکړې او دوو امنیتي سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د کابل د پولیسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي پژواک ته وویل، پېښه نن له غرمې وروسته ۱:۳۰ بجه رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، بریدګر غوښتل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخې ته لاریون کوونکي په نښه کړي خو د امنیتي ځواکونو له خوا یې مخه نیول شوې ده.
ستانکزی وايي، ځانمرګي بریدګر موخې ته تر رسېدو مخکې ځان ته چاودنه ورکړې، یو پولیس یې وژلی او یو بل ټپي دی.
نوموړي زیاته کړه، په دغه برید کې لاریون کوونکو ته زیان نه دی رسېدلی.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې له وروستي نوملړه د یو شمېر لرو شوو نوماندانو پلویان نن د لاریون په ډول د دغه کمېسیون مخې ته د پرلت خېمې ودرولې او د کمېسیون دروازه وتړله.
د دغه پېښې په اړه د نورو معلوماتو لپاره له پژواک سره پاتې شی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن