ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا ځيني نوماندان د نوم ليکنې پروسه کې د ډېرې درغلۍ ادعا کوي

د پکتيا ځيني نوماندان د نوم ليکنې پروسه کې د ډېرې درغلۍ ادعا کوي

author avatar
13 Aug 2018 - 11:12
د پکتيا ځيني نوماندان د نوم ليکنې پروسه کې د ډېرې درغلۍ ادعا کوي
author avatar
13 Aug 2018 - 11:12

ګردېز (پژواک،٢٢زمرى٩٧): له پکتيا ولايت څخه ولسي جرګې ته ځيني نوماندانو ټاکنو ته د نوم لیکنې په پروسه کې د ډېرې درغلۍ ادعا کوي او ټينګار کوي چې شوې درغلي بايد وڅېړل شي.

دغه څرګندونې له پکتيا ولسي جرګې ته يو شمېر احتمالي نوماندانو د زمري په ٢٢مه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.

د دوی له ډلې سيد جمال اصف خېل وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له سيمه ييز دفتره د نوم ثبتونې اته کتابونه ورک شوي او ادعا کوي چې دغه کتابونه د برحاله وکيلانو په ګټه استعمال او ډک شوي دي.

اصف خېل وويل چې دا مسئله بايد وڅېړل شي او په کې ښکېل کسان مجازات شي.

ده زياته کړه: ((د ټاکنو کمېسيون د ۱۳۹۷ کال د څلورمې مياشتې په ۱۵ تاريخ ۱۶۲ ګڼه ليک چې د اته کتابونو ورکېدو په اړه د کمېسيون له خوا صادر شوی، د درغليو ښکاره ثبوت دی او زموږ معلومات په ډاګه کوي چې ورک شوي کتابونه د کمېسيون په داخل کې د ځينو کارکوونکو له لوري د مشخصو او برحاله وکيلانو په نفع ډک شوي دي.))

يو بل نوماند حاجي ايوب وايي چې څه موده وړاندې د ټاکنو کمېسيون ويلي وو چې د ټاکنو ځيني سټېکرونه ولسواليو ته په لاره ورک شوي، خو ادعا کوي چې ياد ګڼ سټېکرونه ورک شوي نه دي، بلکې د ځينو له خوا کارېدلي دي.

ايوب د پکتيا والي شميم خان کټوازی د ټاکنو د نومليکنې په پروسه کې د مشخصو کسانو په ګټه پر درغليو تورن کړ او ويې ويل: ((په دې درغليو کې زه په ډېره کچه والي صېب ملامت بولم، هغه مشخص څلور کانديدان ابراهيم غښتلی، ګل پاچا مجيدي، راضيه سعادت او نواب منګل دي چې دی کار ورته کوي.))

دغه راز بل نوماند سميع الله احمدزی د ټاکنيزو شکايتونو پر کمېسيون کلکه نيوکه کوي چې د ځمکو غصبوونکي، قاتلين، د نا مسووله وسله والو ډلو لرونکي او ورته نور کسان يې له لېست څخه نه دي ايستلي.

احمدزی وايي: ((اتيا، نوي سلنه درغلي فعلي وکيلانو کړې ده؛ ځکه چې دوی في الحال په قدرت کې دي او له خپلې سياسي نفوذ څخه يې ناوړه استفاده کړې ده. د تذکرو له وېش سره سم وکيلانو په خپل قدرت ځينې ولسوالان او نور خلک تبديل او مقرر کړل. فعلي پارلمان بايد منحل شي.))

دغه راز بل کانديد محمد صديق احمدخېل وايي چې ياد شکايتونه يې د ټاکنيزو شکايتونو له ولايتي کمېسيون او له ولايتي ادارې سره شريک کړي، خو په خبره يې په اړه يې هېڅ اقدام نه دی شوی.

احمدخېل وويل: ((زموږ او د ولس غوښتنه دا ده چې که فرمايشي انتخابات وي، زموږ وخت دې نه ضايع کوي، موجودو کسانو ته دې له پاسه فرمان ورکړي او بيا دې يې راباندې تحميل کړي، لکه څنګه چې اته کاله راباندې تحميل شوي وو او که واقعاً عادلانه او شفافې ټاکنې وي، نو بيا دې ولس ته واک ورکړي.))

دوی وايي که يادو شکايتونو ته يې رسېدنه او د شوو درغليو څېړنه ونه شي، نو پراخ مدني اعتراضونه به پيل کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.