ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاریون کوونکو د کابل په شمال کې د برېښنايي تذکرو د وېش یو دفتر وتاړه

لاریون کوونکو د کابل په شمال کې د برېښنايي تذکرو د وېش یو دفتر وتاړه

author avatar
13 Aug 2018 - 20:20
لاریون کوونکو د کابل په شمال کې د برېښنايي تذکرو د وېش یو دفتر وتاړه
author avatar
13 Aug 2018 - 20:20

کابل (پژواک،۲۲زمری ۹۷): «د خلکو د عدالت غوښتنې جنبش» یو شمېر غړو د الکترونیکي تذکرو وېش تپل شوی ګڼي او د هغه په اعتراض کې یې د کابل په خیرخانه کې د الکترونیکي تذکرو د وېش یو دفتر وتاړه.  

د یاد حرکت شاوخوا ۶۰ لاریون کوونکو نن سهار په داسې حال کې چې د «موږ عدالت غواړو، افغانان زموږ پښتانه وروڼه دي او موږ ظلم او تپل نه منو» شعارونه یې له ځان سره لرل، د کابل په خیرخانې سینما ګولايی کې یې د الکترونیکي تذکرو د وېش یو دفتر وتاړه.

د یاد حرکت غړي کلیم الله همسخن پژواک خبري اژانس ته وویل، د الکترونیکي تذکرو د وېش څرنګوالی په ۱۳۹۳ کال کې د ولسي جرګې د ډېری غړو په رایو تصویب شو؛ خو ولسمشر د هغه خلاف د یوه فرمان په صادرولو سره په نورو قومونو د یوه هویت د تپلو قصد لري.

نوموړي زیاته کړه: ((افغان زموږ د پښتنو وروڼو هویت دی، موږ غواړو چې عدالت هم پر هغوی او هم پر موږ پلی شي او که حکومت دغه بهیر و نه دروي، موږ هېڅکله نه شي درولای او موږ به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړو، تر څو مجبور شي دغه کار ودروي.))

د هغه په خبره، د دغه جنبش غړو د الکترونیکی تذکرو د وېش لپاره څو ځله د عدالت غوښتنې غونډې ترسره کړې وې؛ خو هېچا ورته توجه ونه کړه او مجبور شول چې نن د الکترونیکي تذکرو د وېش یو دفتر وتړي.

هغه په ټینګار سره وویل: ((اوس چې حکومت له مدني او منطقي لارو د الکترونیکي تذکرو وېش ونه دراوه او د خلکو تر منځ د بې اتفاقی د رامنځته کېدو هڅه کوي، موږ راغلو او د الکترونیکي تذکرو د وېش دا دفتر مو وتاړه.))

همسخن څرګنده کړه چې د هویت ساتل د عدالت غوښتنې د جنبش د غړو لپاره سره کرښه ده او په یو ملت باندې د بل ملت د هویت تپل نه قبلوي.

د دغه جنبش یو بل غړي انوش خراساني وویل: ((موږ له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په ټول هېواد کې د عدالت غوښتنې لاریونونه پیل کړي؛ خو هېڅوک مو غږ نه اوري.))

نوموړي اوسنى حکومت دېکتاتوري او ظالم وباله چې مدني حرکتونو ته هم اجازه نه ورکوي او زیاته یې کړه: ((موږ له حکومت څخه بل هېڅ شی نه غواړو یوازې زموږ هویت ته دې درناوی وکړي.))

د نفوسو د احوالو د ثبت د ادارې ویاند روح الله احمدزی په کابل کې د تذکرو د وېش د دفتر د تړلو په  اړه وویل، د دغې ادارې کارکوونکي د حکومت مامورین دي او د هېواد د اساسي قانون له مخې به کار کوي.

د هغه په خبره،  که د لاریون کوونکو غوښتنې له قانون سره سمې وي، وبه منل شي؛ له دې پرته دوی ټول د قانون تابع دي او هېڅ حرکت به د دوی د کار مخه ونه نیسي.

د احمدزي د معلوماتو له مخې، د الکترونیکي تذکرو وېش د غويي له ۱۳مې د کابل په څلورو سیمو وزیر اکبرخان، خیرخانه، احمدشاه بابا مېنې او څلورمې کارته کې د څلورو مرکزونو له لارې پیل شوی چې تر اوسه یې ۶ زره کسانو دغه تذکرې ترلاسه کړې دي او د شاوخوا ۲۰۰ نورو لپاره فورمې وېشل شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.